تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ادریس پیغمبر په اړه د مصر د پخواني مفتي لانجمنې څرګندونې
د مصر د پخواني مفتي علي جمعه هغو څرګندونو پراخه غبرګونونه پارولي چې په وینا یې د مصر د اهرامونو جوړول غالباً ادریس پیغمبر پیل کړي او د ابو الهول مشهوره مجسمه د هغه تجسم ګڼل کېږي.
علي جمعه چې په الازهر کې د لویو علماوو د شورا غړی هم دی، په "مصر د نبیانو ځمکه" یوه تلوېزیوني پروګرام کې ویلي: "ډېرې داسې ناکره خبرې شته چې علماء ترجیح ورکوي، د خدای پیغمبر ادریس اهرامونه جوړول او مومیایي کول پیل کړي او په مصر کې د ابو الهول مجسمې مخ د هغه مخ دی."
دا لومړی ځل نه دی چې علي جمعه دا نظر وړاندې کوي، نوموړي په ۲۰۱۵ کال هم ویلي وو چې په تورات کې د ادریس علیه السلام نوم (اخنوخ) دی او د حکیمانو حکیم دی، هغه لومړنی کس دی چې په قلم یې خط ولیکه او جامې یې وګڼدلې، هغه د حکمت، ریاضي او ستورپېژندنې بېلګه دی، هغه ابو الهول دی لکه د تاریخ په یوه کتاب کې چې راغلي.
د نویو څرګندونو په اړه د مصر دغه پخواني مفتي دا هم ویلي چې د پیغمبر ادریس د نامه په اړه یې نظر له یو لړ څېړنو وروسته ښودلی: "داسې ناکره خبرې هم شته چې ادریس پخپله اوزوریس دی چې د فرعونیانو په لیکنو کې یې په اړه خبرې شوې دي ".
دی وايي "فرعونیانو به د خپلو مقدسو ځایونو او شخصیتونو مجسمې جوړولې، یا د مرغه یا حیوان او یا کوم بل ژوندي شي په څېره کې، خو ابو الهول یې د انسان په شکل مجسم کړ، او دا له لومړي استاد یا د حکیمانو حکیم سره مناسب دي، او دا چې ادریس علیه السلام انسانانو ته تر تمدن مخکې ډېر شیان وروښودل".
په وروستیو کې علي جمعه په یوه تلوېزیوني پروګرام کې د تیلیفوني شبکو له لارې د کورونا وېروس د لېږدېدو شونتیا په اړه هم نظر ورکړی و چې ۵جي تکنالوژي کاروي.
دی ویلي وو: "د پنځم نسل (فایف جي) لپاره د سلګونه زره مصنوعي سپوږمکیو توغولو د وېروس خپرېدو ته لار هواره کړه."
خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، وېروسونه "د رادیو د څپو او یا د ګرځند ټیلیفون د شبکو له لارې نه شي لېږدېدلی او کوویډ-۱۹ وېروس په ډېرو هغو هېوادونو کې خپور شوی چې اصلاً د فایف جي موبایل هېڅ شبکې پکې نه شته".
علي جمعه مخکې د برتانیا د ملکې الیزابیت د نسب په اړه هم ویلي وو چې نسب یې تر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پورې رسېږي، خو د هغې نیکه مسیحيت منلو ته اړایستل شوی و.
نوموړي ویلي وو: "د الیزابیت نیکه د آل هاشم له کورنۍ و، یعنې د نبي له ټبره، نو ملکه ولې مسلمانه نشوه؟ ځکه چې نیکه یې د فشار او ظلم له کبله اسلام پرېښی و لکه اسپانیا کې چې له ډېرو نورو مسلمانانو دا چم وشو".