طالبانو خوست کې د "ولایتي قواوو" پر مرکز توغندیز برید کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې خوست کې یې د ضربتیانو په نامه ملېشه ځواک پر مرکز توغندیز برید کړی دی. طالبانو په دې برید کې یاد ملېشه ځواک ته د درانه زیان اړولو ادعا کړې ده.
"ضربتیان" د خوست ولایتي قواوو د هغه ټولي نوم دی چې ویل کېږي درې ورځې وړاندې یې د خوست ولایت په صبریو کې عملیات کړي وو.
په دې عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.
پخپله د خوست ولایتي قواوو هم پر خپله فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویلي چې ''طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې په خوست ښار کې د ایتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه ړانده توغوندي ورتوغولي دي. ''
په اعلامیه کې ادعا شوې چې دغه توغندي د بهرنیو ځواکونو له مرکزه لېرې أه لنډي نومي کلي کې د ملکي خلکو پر کورونو لګیدلي چې د سر زیان یې نه دی اړولی.
د خوست ځايي چارواکو هم تایید کړې چې د دغه ولایت په پخواني هوايي ډګر سیمه کې پر یوه پوځي مرکز د توغندیو ګوزارونه شوي.
د خوست امنیه قومندان داود امین په وینا له خاني خوړ سیمې د پخواني هوايي ډګر ځای ته دوه توغندي توغول شوي، چې د ښاغلي امین په وینا یو یې د اوسېدو پر یوه کور لګېدلی، خو تلفات نه لري.
دې اډه کې کوم ځواکونه مېشت دي؟
زوړ میدان هغه پوځي اډه ده چې د ولایتي قواوو، کمپاین یا کي پي کې ځواکونو تر څنګ امریکایان هم په کې اوسي، خو طالبانو د وروستي برید په اړه خپله لنډه اعلامیه کې د امریکایي ځواکونو یادونه نه ده کړې، او نه هم افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونه لا په دې اړه څه ویلي.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د یو شمېر مړو عکسونه چې ماشومان هم په کې شامل وو، پر خواله رسنیو لاس په لاس شول چې د ادعا له مخې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي وو.
طالبانو هغه مهال ویلي وو چې دا برید د "ضربتیانو" په نامه د ولایتي قواو ټولي کړی، او ادعا یې کړې وه چې ګڼ ملکي کسان پکې وژل شوي وو.
خو د خوست والي مهمند کټوازي ویلي وو، د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې یوازې طالبان وژل شوي او ښځه او ماشوم هغه مهال وژل شوي چې یوه طالب 'په کور کې بمب لېږداوه او هغه وچاودېد، خو د سیمې ځینې خلکو او طالبانو ویلي په عملیاتو کې ملکي خلک وژل شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې په عمومي ناسته کې هم دغه موضوع راپورته شوه.
د ولسې جرګې مشر میر رحمان رحماني په دغه پېښه کې "پر ملکي وګړو برید او د یو شمېر افغانانو مرګژوبله " "دردوونکی او غمجن "وبلل.
ولسې جرګې دغه راز د کورني امنیت کمیسیون ته دنده سپارلې چې په خوست ولایت کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې پېښه وڅېړي.
د صبریو ولسوالۍ د خوست ښار شمال ته پرته ده چې د دغه ولایت له ناامنو ولسوالیو شمېرل کېږي.










