امنیت شورا افغانستان کې په هدفي وژنو "ژوره اندېښنه" وښوده

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو امنیت شورا.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو افغانستان کې د هدفي وژنې غندلې دي. د دې شورا غړو دغه بریدونه "په لوی لاس د ملکي خلکو" په نښه کول او وژل بللي.

د امنیت شورا لخوا د جمعې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې ملکي خدمتګاران، قضا، رسنۍ، روغتیا پالان او بشرپاله کارمنان په نښه شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "د امنیت شورا غړي د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر ۱۲مه د افغانستان د سولې مذاکراتو تر پیل را وروسته میاشتو کې د دغو هدفي بریدونو په ډېرېدو ژوره اندېښنه څرګندوي."

وړاندې اورپايي ټولنې او ګڼو هېوادونو هم په افغانستان کې د هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې وه.

څو ورځې وړاندې د کابل د عالمانو شورا وویل تېر یوه کال افغانستان کې نږدې ۹۰ دیني عالمان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

د افغانستان حکومت او کابل کې د امریکا سفارت د دغو بریدونو پړه پر طالبانو اچولې خو طالبان وايي د ملکي خلکو، مدني فعالانو او خبریالانو په هدفي وژنو کې لاس نه لري.

امنیت شورا وايي په لوی لاس د ملکي خلکو په نښه کول جنګي جنایت بلل کېدای شي او د دغو وژنو عاملان باید د محاکمې مېز ته کینول شي.

د ویډیو تشریح، امریکا: افغانستان کې هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا راز ویلي افغانستان کې پاینده او دوامداره سوله چې هدف یې دایمي اوربند او د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره سیاسي هوکړه ده، یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د یوې ټولشموله پروسې له لارې ټینګېدای شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان ښکېلې خواوې هڅولي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره په ښه نیت مذاکراتو ته دوام ورکړي.

د دې شورا غړو د ترهګرۍ له اړخه افغانستان او سیمې ته په پېښ ګواښ هم جدي اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې حال کې د افغانانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو ټینګار کوي چې دوحه کې بین الافغاني خبرې ټکنۍ شوې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو اوس د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د چټکتیا لپاره د ګډ لنډمهاله حکومت د جوړېدو طرحه او د ترکیې په کوربتوب د افغانستان په تړاو د یوه کنفرانس د جوړېدو پلان رامخ ته کړی دی.