امریکا: افغانستان کې هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي

د ویډیو تشریح، امریکا: افغانستان کې هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي

امریکا متحده ایالات وایي، په افغانستان کې دې هدفي وژنې بندې شي، ځکه د افغان سولې روان بهیر ګواښي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا خبرې داسې مهال کړي چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې پر مدني فعالانو، خبریالانو او بشري حقونو مدافعینو بریدونه ډېر شوي. پرون ماښام په کاپیسا کې یوه مدني فعاله له خپل ورور سره ووژل شوه. تر دې دمه د شویو هدفي وژنو او بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. خو افغان حکومت پر طالبانو غږ کړی چې روان تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی. شازیه حیا نور جزیات لري.