د هند مرسته شوي کورونا واکسین لومړنۍ جوپه کابل ته ورسېده

افغانستان ته د هند د کورونا ضد واکسين لومړنۍ جوپه، چې د دوه نیم لکو وګړو لپاره ۵۰۰ زره ډوزه دي، د یکشنبې په ورځ کابل ته راورسېده.

د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر وحید مجروح کابل ته ددغو واکسینو رسېدو پرمهال خبریالانو ته وویل، په یوه وخت ګمرک او کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د پنځه میلیونه ډوزه واکسین او په ټول هېواد کې تر ۳۰ میلیون ډوزه واکسین ساتلی شي.

ښاغلي مجروح وویل، د کورونا واکسین د عادلانه وېش لپاره یې خپل پلان چمتو کړی او له ګمرکه تر راوتلو وروسته به یې د پلان له مخې ټولو ولایتونو ته واستوي.

وحید مجروح وویل، دا مرسته شوي واکسین د هغو واکسینو په نوملړ کې دي، چې دا مهال د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د تاییدېدونکو واکسینو نوبت کې دي.

ده وویل، د روغتیا نړیوال سازمان ورته ویلي چې له یوې اونۍ تر لسو ورځو به ددغه واکسین د تایید جواز او کیفیت اعلان کړي.

کابل کې د هند سفارت شارژدافېر وویل، هند نړۍ ته د درملو جوړولو لوی کاروباري هېواد دي، خو لومړیتوب د افغانستان په څېر خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي.

ده وویل، دا واکسین د هند ممبۍ ښار کې جوړ شوي دي.

وړاندې، د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ویلي وو، د واکسينو د خوندي ساتلو لپاره يې سړې خونې جوړې کړې او اړوند لازم تدبيرونه ورته نيول شوي دي.

نوموړی وايي که دغه واکسين د روغتيا نړيوالې ټولنې له خوا تاييد شي لومړی روغتيايي کارکوونکو ته ورکول کېږي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د نړۍ ګڼو هېوادونو لپاره د کورونا واکسین د وېش لېست خپور کړی و چې واکسين به ورکول کېږي. د هغه لېست له مخې اټکل کېږي چې افغانستان به د (کوواکس) پروګرام لومړي پړاو کې د کورونا وېروس ۳ میلیونه ۲۴ زره واکسین ترلاسه کړي.‌

د همدې لېست له مخې ټاکل شوې ده چې افغانستان د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوی (اسټرا زېنېکا) واکسین ترلاسه کړي.‌

افغانستان ته د هند واکسین داسې مهال رسیږي چې په دې هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

د جانز هاپکنز د شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ټولټال ۵۵ زره کسان پر کورونا وېروس اخته شوي او له ۲۴۰۰ زيات کسان ترې مړه شوي دي.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې تېره اوونۍ د کورونا وېروس ضد واکسين لړۍ پيل شوې، د ساينو فام په نامه واکسين چې په لومړي پړاو کې روغتيايي کارکوونکو ته ورکول کېږي، چين پاکستان ته ډالی کړي دي.