تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته به د کورونا ۳ میلیونه واکسین ورکول کېږي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د چارشنبې پر ورځ د نړۍ ګڼو هېوادونو لپاره د کورونا واکسین د وېش لېست خپور کړی. دا واکسین به د (کوواکس پرواګرام) له مخې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ورکول کېږي.
د هغه لېست له مخې چې د روغتیا نړیوال سازمان پر وېبپانه خپور شوی، اټکل کېږي چې افغانستان به د (کوواکس) پروګرام لومړي پړاو کې د کورونا وېروس ۳ میلیونه ۲۴ زره خوراکه واکسین ترلاسه کړي.
د همدې لېست له مخې ټاکل شوې ده چې افغانستان د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوی (اسټرا زېنېکا) واکسین ترلاسه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د لېست له مخې پاکستان ته به څه باندې ۱۷ میلیونه او ایران ته څه باندې ۴ میلیونه خوراکه واکسین ورکول کېږي.
هېره دې نه وي چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې دمه یادو هېوادونو ته د واکسین د ورکړې رسمي اعلان نه دی کړی، خو دا لېست یې هر هېواد ته د رسېدونکي واکسین د اټکل په توګه خپور کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دا اټکلیز لېست د دې لپاره خپروي چې هېوادونه یې له مخې وکړای شي د خپلو واکسینولو پروګرام ته چمتووالی ونیسي.
یاده اداره وایي، هر هېواد ته د رسېدونکي واکسین وروستی او کره شمېر به وروسته خپور کړي.
افغانستان او سیمه کې د کورونا وروستۍ وضعیت
د روغتیا نړیوال سازمان دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د جان هاپکنز د پوهنتون شمېرو له مخې په افغانستان کې تر دې دمه د کورونا وېروس شاوخوا ۵۵ زره مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
همدا راز د کورونا وبا له پیل راهیسې افغانستان کې نږدې دوه نیم زره کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي دي.
پاکستان کې تر دې دمه د کورونا وېروس نژدې نیم میلیون مثبتې پېښې ثبتې شوې دي او نژدې ۱۲ زره تنه مړه شوي.
همدا راز په ایران کې تر دې دمه نږدې يو نیم میلیون مثبتې پېښې ثبتې شوې دي او د مړو شویو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته نږدې دی.
دا په داسې حال کې ده چې هند وار د مخه د خپلو وګړو د واکسینولو بهیر پیل کړی دی.
پاکستان کې هم نن چارشنبه د کورونا واکسین لړۍ پیل شوه او په لومړي سر کې به روغتیایي کارکوونکو ته دا واکسین ورکول کېږي.
ایران هم څه موده وړاندې اعلان کړی و چې خپلو وګړو ته د یې په کور دننه د جوړ شوي واکسین لګول پیل کړي.
خو افغانستان تر دې دمه د کورونا ضد واکسین نه دی ترلاسه کړی او له همدې کبله یې د وګړو د واکسینولو بهیر هم نه دی پیل.
څېړنه: د اکسفورډ واکسین ګټور دی
په ورته وخت کې یوه تازه څېړنه وایی چې د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون لخوا چمتو شوی (اسټرا زېنېکا) واکسین ګټور دی او د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوی کوي. دا لومړی ځل دی چې د دې واکسین د مثبت اغېز په اړه د یوې څېړنې پایلې خپرېږي.
له دې پایلو جوته شوې چې په کورونا وېروس اخته هغو کسانو ته چې دا واکسین ورکړل شوی، شمېر یې نیمایي ته راټیټ شوی دی.
څېړونکي وایي، له دې پایلو ښکاري چې د اکسفورډ واکسین نه یوازې ناورغۍ مخنیوی کوي، بلکې د خپرېدو په مخینوي کې یې هم ګټور ثابت شوی.
څېړونکي وایي، د دې واکسین یو خوراک کولی شي چې اړوند کس ته د ۳ میاشتو لپاره له کورونا وېروسه ۷۶ سلنه خوندیتوب ورکړي.