تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ۱۴۰۰ کال بودیجه کې راوستل شوي بدلونونه د قناعت وړ نه دي
د افغانستان ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون یو ځل بیا د ۱۴۰۰م کالي مالي بودیجه کې راوستل شوي بدلونونه د قناعت وړ نه دي بللي.
دې کمیسیون ویلي، تېره ورځ یې له ماليې سرپرست وزیره غوښتي چې عمومي تالار ته د بودیجې وړاندې کولو مخکې په بودیجه کې د وکیلانو په خوښه ځينې وړاندیزونه ځای پر ځای کړي.
له دې وړاندې د ۱۴۰۰م کال مالي بودیجې مسوده دوه ځله ولسي جرګې رد کړې، خو د ماليې وزارت ویلي په نوي بودیجه کې د وکیلانو ډېری وړاندیزونه په پام کې نیول شوي او په وینا یې هیله کوي چې دا ځل به بودجه تایید شي.
د مالي او بودیجې کمیسیون وايي د دوی او اتلسو نورو کمېسیونونو قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.
د مالي او بودیجې کمیسیون غړې شکریه عیسی خېل وايي، وکیلانو د مالیې له سرپرست وزیر غوښتي چې بودیجه کې د ځینو بدلونونو راوستلو له ژمنې سره دوی حاضر دي بودیجه ژر عمومي تالار ته وړاندې کړي:
"وزیر صاحب کمیسیون ته راغلی و، موږ چې کوم وړاندیزونه لرل دوی ځینې تغییرات پکې راوستي دي، د کمیسیون غړو او نورو کمیسیونونو ته د منلو وړ نه وو".
د ۱۴۰۰ کال مالي بودیجې دریمه مسوده تېره اونۍ د افغانستان کابینې تایید کړه، خو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ ولسي جرګې ته لېږلې ده.
په ورته وخت کې د مالیې چارسمبالی وزیر محمد خالد پاینده تېره ورځ ولسي جرګې ته ورغلی و چې د بودیجې د نوې مسودې په اړه اړوند کمیسیون ته لازم معلومات ورکړي.
د مالي او بودیجې کمیسیون او اتلسو نورو کمیسیونونو غړو د بودیجې د مسودې ارزولو په اړه رسماً کار پیل کړی او او اټکل دی چې بله اونۍ یې د رد یا تایید لپاره عمومي تالار ته وړاندې کړي.
وکیلانو تر دې وړاندې د ۱۴۰۰ کال مالي بودیجې مسوده دوه ځله رد کړې ده.
ښکاره د دولتي مامورینو په ځانګړې توګه د ښوونکو او امنیتي ځواکونو زیاتول او اتلس نور وړاندیزونه د بودیجې د تایید لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.
د مالیې وزارت وايي، ځینې وړاندیزونه یې د بودیجې په دریمه مسوده کې ځای پرځای کړي او هیله من دي چې بودیجه بیا رد نه شي.
د مالیې وزارت د رسنیو د برخې مسئول فرید نوښت په وینا، په نوې بودیجه کې د مامورینو د تنخاوو زیاتولو لپاره د یو اعشاره اوه میلیارده افغانیو ځانګړی کوډ په پام کې نیول شوی، چې د امتیاز لرونکو معاشونو له کمې شوې برخې به پوره کېږي.
د بودیجې په دریمه مسوده کې د ۱۴۰۰ کال ټوله بودیجه ۴۷۳ میلیارده ۴۱ میلیونه افغانۍ بیان شوې.
دا بودیجه په دویم ځل هم په همدومره اندازه وه. په لومړۍ مسوده کې ۴۵۲ میلیارده افغانۍ وه چې له لومړي رد وروسته پکې ۲۰ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغی.