تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مالیې وزارت: د دولتي کارمنانو د تنخاوو یوشان کول ارزوو
د افغانستان ولسي جرګې، د راتلونکي مالي کال بودیجې د تصویب لپاره دا شرط اېښې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې دې د دوی هغه طرحه ځای پرځای شي چې پر بنسټ یې د ښوونکو، سرتېرو او د دولت د ټیټ رتبه کار منانو تنخاوې د دولت له نورو کارمنانو له معاشونو سره یو شان شي.
د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د ولسي جرګې د دغې طرحې اورېدو لپاره چمتو دی او د حقوقي او تخنیکي اړخونو له ارزولو وروسته به یې په اړه پرېکړې وکړي.