ولسمشر غني: موقته اداره جوړېدل وینه بهېدنه ده، طالبان د سولې اراده نه لري

اسپېن امنيتي فورم يا غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرگندونې تر ډېره پر افغان سولې، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په حضور، لنډمهاله اداره او د سولې له بهير سره د طالبانو د چلند پر څرنگوالي ور ټولې وې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو سیاستوالو او طالب چارواکو خبرې رد کړې او دا یې د سولې پر وړاندې خنډ بللی دی. ښاغلي غني چې د جمعې پر ماښام د امریکا اسپین امنیتي فورم ته انلاین خبرې کولې، ځان د سولې اتل وباله او طالبان یې تورن کړل چې د سولې اراده نه لري.

ښاغلي غني همداراز د موقت حکومت جوړېدل رد کړی چې وايي نتیجه یې وینه تویېدنه ده.

ښاغلي غني دغې غونډې ته په انلاین بڼه د بایډن له ادارې په ټینګه وغوښتل چې پر طالبانو فشار ډېر او د خپلو ځواکونو په ایستلو کې له بېړې ډډه وکړي.

ښاغلي غني له ناټو او امریکا دا غوښتنه هم وکړه چې پر شرطونو ولاړ پاتې شي.

هغه وویل، تېر کال د امریکا او طالبانو ترمنځ تر شوې هوکړې وروسته امریکايي چارواکو افغان حکومت ته د اوربند او د تاوتریخوالي پام وړ کمېدو ډاډ ‌ورکړی و، خو په وینا یې برعکس تاوتریخوالی ډېر شو.

نوموړي پر طالبانو تور ولګاوه چې له افغان مذاکراتي ټیم سره خبرو ته د نه کېناستو لپاره پلمې لټوي.

ښاغلي غني دا ‌څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي مسکو کې وویل د افغانستان اوسنی حکومت د سولې پروړاندې خنډ دی او اشرف غني حکومت باید ختم شي.

خو ښاغلي غني وویل، دی د سولې پر وړاندې خنډ نه دی، بلکې د اساسي قانون ساتنه یې دنده ده:

"د افغانستان اساسي قانون وايي ما لوړه کړې چې دا قانون عملي کړم. اساسي قانون وايي او په تړاو لومړۍ او دويمه ماده چې د دولت د کرکټر او د لومړنيو بشري حقونو په تړاو دي نه شي بدلېداى. نو زموږ همکاران بايد له نورو لا نظريو سره مخې ته راشي د دې پر ځاى چې ووايي زه خنډ يم. فکر کوم دا وينا زړه ده او په دې سياق کې ورته اړتيا نه شته".

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مسکو کې خبري ناستې ته دا هم ویلي وو چې اوسنی افغان دولت باید ختم او پرځای یې داسې یوه اداره چې افغانستان کې ټولو خواوو ته د منلو وي رامنځ ته شي:

"موږ داسې یو حکومت غواړو چې له امریکا سره د نوي اسلامي حکومت د جوړښت په هوکړه کې ذکر شوی، اسلامي حکومت په دې معنا چې د اشرف غني حکومت ختم شي او پر ځای یې داسې یو حکومت چې په افغانستان کې ټولو خواو ته د منلو وي رامنځته شي."

خو ښاغلي غني اسپین امنیتي غونډې ته وویل د لنډمهالو ادارو رامنځ ته کېدل وینه بهېدنه ده:

"موقت حکومت به خپل مشروعیت له کوم ځایه اخلي، ایا افغان امنیتي ځواکونه به یې امرونه ومني، کله چې موږ موقته اداره وایو، زموږ له اساسي قانون سره به څه کوي. جمهوري نظام د واک پر سپارلو ولاړ دی، باید د ټاکنو پر نېټې هوکړه وکړو، موږ لنډمهالې ادارې لرلې چې د وینې بهېدنې لامل شوې. کابل ۱۹۹۲ کې د یوې لنډمهالې ادارې له خوا ویجاړ شو، صدر اعظم پر خپل ولسمشر بمونه وغورځول او ولسمشر له صدر اعظم سره جنګېده."

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له نوي وزیر انتوني بلېنکن سره خپلو وروستیو تلیفوني خبرو ته هم اشاره وکړه او وویل چې د مسایلو د ارزولو لپاره کابل ته د امریکا نوې ادارې د یوه پلاوي د ورتګ ډاډ ورکړل شوی او له افغان حکومت سره به له نژدې سلامشورې کېږي.