د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې پر بهیر له ولسمشر غني سره خبرې کړې

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو نوي وزیر انټوني بلېنکن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغان سولې بهیر په هکله ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي ښاغلي بلېنکن له ولسمشر غني سره د سولې پر بهیر د خبرو تر څنګ ''په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو او هدفي ترورونو په اړه خپله ژوره خواشيني وښوده او هغه يې وغندل. ''

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له لوري هم په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي بلېنکن له ولسمشر غني سره په خبرو کې ''یوه سیاسي جوړ جاړي او پراخ، تل پاتې اوربند ته د رسېدو په لړ کې له ښکېلو اړخونو سره د دیپلوماتیکو هڅو پر چټکولو '' غږېدلی دی.

د ارګ په اعلامیه کې د ښاغلي بلېنکن له قوله ویل شوي، ''د معنی لرونکې او پايداره سولې ټينګښت چې زموږ اساسي او هر اړخيز هدف دی، ملاتړ کوو او کوښښ کوو دايمي اوربند ټينګ شي. ''

اعلامیه زیاتوي ښاغلي بلېنکن له ولسمشر غني سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د امریکا نوی حکومت به ''د سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره '' په سيمه کې خپلو ديپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړي او ''ډېر ژر به د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر جو بایډن د ټیلیفون له لارې له ولسمشر غني سره خبرې وکړي. ''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، ''د متحدو ایالتونو حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د لاسلیک شوي تړون ارزونه کوي چې ایا طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو، تاو تریخوالي کمولو او له افغان حکومت او نورو ښکېلو اړخونو سره په معنی لرونکو خبرو کې د برخې اخیستو لړ کې پر خپلو ژمنو څومره ټینګ دي. ''

په اعلامیه کې راغلي بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې ''د افغانستان ټیکاو لرونکي، خپلواک، ولسواک او خوندي راتلونکي په موخه به د یوې هر اړخیزې پالیس‍ۍ په لړ کې له افغان حکومت، ناټو او نړیوالو متحدینو سره سلا، مشورې وکړي. ''

''زلمی خلیلزاد به خپلې دندې ته دوام ورکوي''

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو نوی وزیر له دې مخکې پرون 'جنوري ۲۷ ' وویل، زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د متحدو الاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې لړ کې د ښاغلي خلیلزاد هڅې مهمې وبللې.

ښاغلي بلېنکن د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه کې د احتمالي بدلون په هکله یوې پوښتنې ته ځوای کې وویل، غواړي پوه شي، چې دغه تړون کې څه راغلي دي.

ښاغلی خلیلزاد د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال پر دې دنده ګومارل شوی و.

د نوموړي په استازیتوب له یو نیم کال خبرو او بحثونو وروسته امریکا د ۲۰۲۰ کال فرورۍ پر ۲۹ دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ.

په قطر کې د طالبانو د مشر له مرستیال او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره دغه هوکړه لاسلیک کړه.

نوموړي په بهرنیو چارو وزارت کې د خپلې دندې پيلولو په ورځ په لومړۍ خبري غونډه کې د خپلې ادارې د تګلارو په تړاو خبرو کې د زلمي خلیلزاد دنده مهمه وبلله.

بل لور ته جو بایډن په مشرۍ حکومت لوړپوړي چارواکي وايي، له طالبانو سره د واشنګټن دا تړون ارزوي.

د تړون ارزونه

ښاغلي بلېنکن هم په دې هکله د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل نوې اداره په دې پوهېدل غواړي چې د پخوانۍ ادارې او طالبانو هوکړه کې څه نغښتي دي.

"له افغانستان سره په تړاو او یو له هغو مسلو چې پکار ده موږ باید ور باندې وپوهېږو دا دي چې د امریکا او طالبانو تړون کې څه راغلي دي چې ډاډ ترلاسه کړو او بشپړ وپوهېږو طالبانو څه ژمنې کړې او موږ څه ژمنې کړې دي، نو موږ دې ټکو ته پام کوو."

د امریکا د ملي امنیت ادارې هم د جمعې پر ورځ ویلي وو، واشنګټن غواړي چې له افغان طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د تېر کال د سولې تړون وارزوي.

په دې تړاو د سپنې ماڼۍ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "سپینه ماڼۍ دا باوري کول غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو په ګډن دا وسلواله ډله پر خپلو ژمنو ولاړه ده."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون هم د جمعې پر ورځ له خپل افغان سیال حمدالله محب سره ټيلیفوني خبرو کې د دې ارزونې پخلی کړی دی.

هغه مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته په لېږلي پیغام کې وویل، چې دغه ډله پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له امریکا یې هم غوښتي چې پر ژمنو ودرېږي.

هغه ټينګار وکړ چې د دوحې د سولې تړون باید په دوه اړخیزه توګه عملي شي.

د امریکايي پوځ وتل

هغه نور په دې هکله څه ونه ویل او نه یې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به هوکړه کې له ټاکلي مهالوېش سره سم پر مخ لاړ شي او که نه.

طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې چې افغان خاوره به د واشنګټن او ملګرو پرضد یې نه کارېږي او دا ډله به د القاعده او داعش په څېر وسلوالو ډلو سره اړیکي ختموي.

بدل کې امریکا هم منلې چې تر سږنۍ مۍ پورې به له افغانستان ځواکونه باسي.

د جنورۍ پر ۱۵ د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وویل، له افغانستان یې تر دوه زرو سرتېري کم کړي او دې سره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته ټیټ شي.

د امریکا د ولسمشر او پوځي چارواکو له دې پرېکړې سره ان د دغه هېواد ځینې جمهوریپال مشران هم جوړ نه وو او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هغه مهال ویلي و، د امریکايي ځواکونو ناهمغږي او بېړني وتل به درنه بیه ولري.

خو د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر د جنورۍ پر ۱۵ تایید کړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی. نوموړی وایي، دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی.

د امریکايي پوځ وژلو لپاره طالبانو ته "د روسیې د پیسو ورکړه"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره وسلوالو طالبانو ته "د روسیې د پیسو د ورکړې" په هکله رپوټونو ته هم اشاره وکړه.

روسیې او طالبانو دا ادعا رد کړې، خو انتوني بلېنکن وویل دا مسله دوی ته د اندېښنې وړ ده او په تړاو به یې پلټنې کوي.

ښاغلي بلېنکن په دې تړاو نور څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په دې هکله ارزونې رواني دي، ځکه نه غواړي چې د ارزونې له پایلې مخکې څه ووايي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ پر ۲۶ له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د مسکو له خوا "د پیسو ورکړې" ته اشاره کړې او په دې هکله یې خپل خپګان ښودلی دی.

د ۲۰۲۰ کال جون کې د امریکا "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې وویل، د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.

په رپوټ کې زیاته شوې وه چې د دې ملېشو ځینې کسانو د جایزې یو مقدار پیسې تر لاسه کړې هم دي.