تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي
وسله والو طالبانو ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدل د دوحې د هوکړې د عملي کېدو لپاره ښه پرمختګ دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټویټر لیکلي، "له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې پرون يې متحده ایالاتو اعلان وکړ د دوحې د توافقنامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی".
نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
طالبانو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر تائید کړې وه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.
نوموړی تېره ورځ وویل، دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی.
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، د امریکايي ځواکونو کمېدل د افغانستان د جګړې پر وضعیت تر ډېره منفي اغېز نه لري، چې په وینا یې په وروستیو کې ۹۶ سلنه جګړه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري مخته وړل کېږي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه خبرپاڼه کې اعلامیه کې د ښاغلي مېلر له خولې ویلي وو، امریکا افغانستان کې د شل کلنې جګړې پای ته نږدې شوې ده او د سیاسي جوړجاړي او تلپاتې اوربند لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو هرکلی کوي.
ښاغلی مېلر وایي، په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان د دې لپاره کافی دي چې امریکا، د دې هېواد وګړي او د امریکا ګټې خوندي کړي.
امریکا د جګړې د اوج پر مهال افغانستان کې ۸۸ زره ځواکونه درلودل خو د جمعې پر ورځ یې د نورو ځواکونو په ایستلو سره افغانستان کې د پاتې سرتېرو شمېر شاوخوا دوه نیم زرو ته راټیټ شو.
ډېر وېره لري چې که بهرني ځواکونه د افغان خواو ترمنځ د سولې له هوکړې وړاندې ووځي، طالبان ښايي واک ته راوګرځي.
ناټو او د امریکا اروپايي متحدان هم له افغانستانه د ځواکونو ایستلو کې د بېړۍ د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه ښيي او بیا بیا یې ویلي چې افغانستان ته په ګډه تللي او په ګډه به مناسب وخت کې ترې وځي.
تازه د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بي بي سي سره یوه مرکه کې ویلي چې دوی د امریکا پریکړې ته درناوی لري او د امریکايي ځواکونو پاتې کېدو لپاره سوال نه کوي.
ښاغلی صالح وايي "زموږ د هېواد برخلیک د امریکا په وروستۍ پوځي چورلکه پورې نه دی تړلی."