د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان د ځواکونو اېستل "پیاوړی غوراوی" نه دی

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل یو غوراوی دی، خو "پیاوړی غوراوی" نه دی.

وروستیو ورځو کې امریکايي رسنیو رپوټ ور کړ چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د روان کال نومبر کې د دغه هېواد له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستان اته زره سرتېري باسي.

خو ښاغلي اسپر د چارشنبې په ورځ د دې پوښتنې - چې تر شپږو راتلونکو میاشتو ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي- په ځواب کې وویل دې برخه کې مهالوېش نه وړاندې کوي.

مارک اسپر د افغان حکومت له خوا د ډېرو طالب بندیانو خوشي کولو ته په اشاره زیاته کړه، داسې ښکاري، چې حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو ته ځان تیاروي:

"دا د مخته تګ یو ښه ګام دی".

د طالبانو او امریکا د تړون له مخې، واشنګټن ژمنه کړې چې د ولسي او ډيپلوماټیکو کارمنانو، پوځي قراردادیانو، روزونکو، سلاکارانو او ملاتړي ځواک په ګډون خپل ټول سرتېري او ایتلافي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان باسي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره په تړون کې له ټاکلې نېټې مخکې د ځواکونو اېستل غواړي.

نوموړي دوه ورځې مخکې په ټوېټ کې هم وویل، افغانستان کې یې سرتېري د پولیسو په څېر عمل کوي نه د جنګي ځواک په توګه.

هغه زیاته کړه، له ۱۹ کلونو وروسته اوس د دې وخت دی چې دا سرتېري د خپل هېواد پولیس شي، خو تینګار یې وکړ چې د اړتیا پر مهال به امریکايي ځواکونه ډېر ژر افغانستان ته بیا هم ستانه شي.

افغان حکومت تر اوسه دې خبر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي و چې د جګړې بار د افغان امنیتي ځواکونو په اوږو دی او بهرني ځواکونو ور سره په روزنه او سلاکارۍ کې مرسته کوي.

د مالوماتو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې امریکايي ځواکونه خورا کم شمېر ته ټیټ شوي دي.

د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال افغانستان کې یو وخت امریکايي ځواکونه یو لک ته رسېدلي وو.