تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله عبدالله: د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو قطر کې پیلېږي
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي د سولې مذاکراتو راتلونکی پړاو خبرې دوحه کې ترسره کېږي.
ډاکتر عبدالله ویلي د سولې ملاتړو او آسانچارو هېوادونو چې پخوا یې د سولې مذاکراتو د راتلونکي پړاو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی و، اوس د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ستونزو او محدودیتونو له کبله د قطر په کوربتوب د راتلونکي پړاو خبرو ملاتړ کړی دی.
عبدالله عبدالله دا خبرې نن یکشنبه د مرغومي ۷مه، د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د غونډې په دویمه ورځ سپېدار ماڼۍ کې د دولت د مذاکراتي پلاوي له غړو سره ګډه ناسته کې کړې دي.
تر دې څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وړاندیز کړی و چې د سولې راتلونکی پړاو خبرې دې په کور دننه وشي.
د دولت دغو مشرانو ویلي و که طالبان د هېواد دننه هر ځای خبرو ته مناسب وګڼي، دوی ورسره ستونزه نه لري.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په دې اړه بي بي سي ته ویلي و چې په افغانستان کې لا د سولې خبرو ته زمینه نه ده برابره.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه چې د مذاکراتو د ځای په تړاو باید دواړه مذاکراتي ډلې په خپلو کې پرېکړه وکړي او له دې پرته د بل هر لوري څرګندونې د هغه په خبره د سولې خبرو کې د خنډ اچولو په مانا دي.
نن بیا ښاغلي عبدالله له ولسمشرغني سره په کتنه کې هم له طالبانو سره د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر ځای او وخت خبرې کړي.
ارګ په خبرپاڼه کې وايي، تر غرمي وړاندې ترسره شوې کتنه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم و او ښاغلي غني ویلي حکومت به "د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي ".
د سولې بین الافغاني خبرو د راتلونکي پړاو د ځای په اړه دغو مخالفو څرګندونو د دویم پړاو خبرو د ځنډېدو اندېښنې پېدا کړې وې.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري کمېټې او د مذاکراتي پلاوي د غړو په دې ناسته کې پرېکړه شوې مذاکراتي پلاوي ته د ملاتړي لارښود د تدوین لپاره یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
دا کمېټه به راتلونکي پړاو خبرو ته د دولتي پلاوي تر روانېدو وړاندې د افغانستان د دولت لومړیتوبونه ترتیب او تدوینوي او د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې تر تایید وروسته به یې مذاکراتي پلاوي ته سپاري.
د افغانستان د دولت او طالبان مذاکراتي پلاوو دوحه کې د نژدې درېو میاشتو خبرو پایله د بین الافغاني مذاکراتو د جلسو پر کړنلاره او کاري اصولو توافق وکړ او ورپسې یې د دغو ناستو د ایجنډا لیستونه هم تبادله کړل.
دواړو پلاوو اوس له مشرانو سره د سلا مشورو لپاره د دریو اوونیو دمه اخیستې او هوکړه شوې چې خبرې به بېرته د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۵مه پیلېږي.