تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
صالح: د سولې مذاکراتو وروستۍ پرېکړه کې د ملګرو ملتونو ضمانت مهم دی
د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمه ناسته کې، چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړو هم ګډون پکې کړی و، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د سولې روانو مذاکراتو د بهیر وروستۍ پرېکړه کې د سیمې هېوادونو ښکېلول، د نړیوالو او ملګرو ملتونو د اجراییوي ضمانت ترلاسه کول ډېر مهم دي.
د شنبې په ورځ (مرغومی ۶/ډیسمبر ۲۶) د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ شورا دویمه ناسته کې د ولسمشر دواړو مرستیالانو، د ملي امنیت شورا سلاکار، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبد رب الرسول سیاف او د پارلمان ځینو غړو او د مذاکراتي ټیم او د یادې شورا غړو ګډون درلود.
امرالله صالح وویل په لږ تاوتریخوالي یا احتمالاً اوربند او ښه فضا کې د مذاکراتو دویم پړاو ترسره کېدل به د سولې مزل رالنډ کړي.
نوموړي ادعا وکړه "د دوی (طالبانو) ټول ټینګار د ۱۹۹۶ کال پر پوځي بریا ورټول دی، هغه کال له اوسني افغانستان سره ډېر توپیر لري."
د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه د افغانستان لانجه ډېره پېچلې ده "په دې کې هېڅ شک نشته، چې دا جګړه څومره چې خونړۍ او اوږده ده، هومره پېچلې هم ده. د دې جګړې بهرني اړخونه تر کورنیو هغو ډېر زیات دي."
نوموړي وویل، افغانستان په وروستي ځل د امیر شیر علی خان د واکمنۍ پرمهال وسلې تولید کړې وې، چې بیا وروسته تولید نه شوه او دلته تر اوسه ټولې کارول شوې او کارېدونکې وسلې او ټیکنالوجۍ پردۍ او بهرنۍ دي:
"دلته هر جنګي تکتیک بهرنی دی، نو دا سوچ سم نه دی چې دا لانجه به یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې حل شي، بلکې پر بهرنۍ پېچلتیا یې هم باید پوه شو."
ښاغلي صالح وویل، د احمد شاه بابا له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د هېواد یوې لویې ستونزې [جګړې] ته د ختمولو لارې چارې او سیاسي حل لټول کېږي.
د ناستې یوه بل ویناوال عبد رب الرسول سیاف وویل، له افغان دولت او سیاستوالو یې غوښتنه دا ده چې د سولې بهیر کې فردي او جانبي هڅې ودرول شي او د دغه ټاکل شوي چینل [مذاکراتي ټیم] له لارې خپله خبره وکړي.
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل دویم پړاو خبرې باید پر وخت پیل او د مذاکرې ځای باید د خبرو د ځنډېدو لامل نشي.
عبدالله عبدالله وویل، له طالب مرکچیانو سره د افغان دولت د مذاکراتي ټیم د لومړي پړاو له ۹۴ ورځو خبرو وروسته د سولې لپاره قطعي او جدي اراده شته، "له نېکه مرغه نړیوالې ټولنې، سیمه ییزو هېوادونو او افغانانو د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړی."
د افغان دولت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي وویل، د سولې خبرې له ټیټو او هسکو ډکه لار ده، چې په وینا یې دا هسکې او ژورې او د نظر اختلاف له ټولو افغانانو سره له سلامشورې او د ټولو له پرېکړې پرته د حل وړ نه دی.
ښاغلي ستانکزي وویل، "په مذاکراتي ټیم کې افغان عالمانو فوق العاده کار وکړ، د جګړې پر انګیزې او بنسټ یې بحث وکړ، د اوربند پر اړتیا او شرعي اړخ یې رڼا واچوله".
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ناستې ته وینا کې وویل، افغانان سولې ته سخته بیړه او اړتیا لري او له مذاکراتي ټیم یې وغوښتل، چې د سولې مذاکراتو بریالیتوب لپاره تر خپله وسه هڅې وکړي.
د عبدالرشید دوستم په استازیتوب عنایت الله فرهمند د هغه پیغام ولوست، چې په وینا یې له هر بل وخت اوس د یو او بل منلو اړتیا ده، "موږ د جګړې ختمولو لپاره سوله غواړو، نه داسې سوله چې د یوې بلې جګړې د پیلېدو ښکارندویه وي."
ښاغلی دوستم د ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ شورا لومړۍ ناسته کې هم نه و.
د دوستم پیغام کې راغلي وو، د طالبانو پلاوي ته باید قناعت ورکړل شي، چې د حکومت په بېلابېلو برخو کې ځانونه نوماند کړي او په راتلونکې کې خلکو کې خپل محبوبیت وازمويي.
یونس قانوني هم دغې ناستې ته وویل، په تېرو دوو نیمو لسیزو جګړو کې نه زموږ دولت او نه هم ولس د ترهګرۍ پر وړاندې چندان بریا درلوده.
نوموړي وویل، د ملي مصالحې عالي شورا جوړښت لاهم نه دی بشپړ شوی، چې په وینا یې باید تشه یې ځوانان ډکه کړي.