د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې د ناروغانو شمېر نامالوم دی

ډاکټره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان له روغتیا وزارت سره کره شمېرې نشته، چې په کلني ډول په افغانستان کې د شکرې له امله څومره کسان مري.

د شکرې ناروغۍ له نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې لاهم په شکرې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه شته، خو روغتیا وزارت وايي، دوی د شل زره به شکرې اخته ناروغانو درملنه کوي.

نن 'نومبر ۱۴مه' له شکرې ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو دغه ورځ له ۲۰۰۷ کال راهیسې په نړۍ کې هر کال د شکرې ناروغۍ مخنیوي او په اړه یې د عامه پوهاوي خپرولو لپاره لمانځي. سږ یې شعار، نرس او شکره "The Nurse and Diabetes" ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په نړۍ کې ۴۲۲ میلیون بالغ کسان په شکري اخته دي، چې په وینا یې دا شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، له دې سره سره چې په دغه هېواد کې په شکرۍ د اخته کسانو کره شمېر ورسره نشته خو په وینا یې اوس د شل زره په شکرۍ اخته ناروغانو درملنه کوي.

۶۶ کلن نورمحمد قاسمي، ۱۴ کال مخکې د شکرې په ناروغۍ اخته شو. د نوموړي مور او پلار هم په دغې ناروغۍ اخته دي.

د نور محمد په وینا، سپورټ او پرهیز کوي، نو ځکه شکرې پرې ډېر زور نه دی کړی.

ډاکترانو هم سپورټ او پرهېز هغه دوه توکي یادوي، چې نه یوازې د شکرې په مخنیوي او کمېدو کې مرسته کوي، بلکې د دغې ناروغۍ ناروغان روحاً او جسماً پیاړوي کوي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې په وروستیو کلونو کې په شکر د اخته کسانو شمېر پر لوړېدو دی.

په دغه وزارت کې د غیري ساري ناروغیو څانګې مشر ډاکتر حبیب اروال وايي، له فزیکي حرکت او سپورت پرته خواږه او غوړ خوراکونه تر ډېره د شکر ناروغۍ د ډېرېدو لامل شوي دي.

د ښاغلي اروال په وینا، د روغتیا وزارت سره اوس د شکرې شل زره ناروغان ثبت دي.

خو د افغانستان له روغتیا وزارت سره کره شمېرې نشته، چې په کلني ډول په افغانستان کې د شکرې له امله څومره کسان مري.

میوې او سبزۍ د وزن کمولو او شکرې ناروغۍ کابو کولو کې لوی رول لوبوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، میوې او سبزۍ د وزن کمولو او شکرې ناروغۍ کابو کولو کې لوی رول لوبوي.

ډاکټرحبیب اروال وايي، هغه کسان چې عمرونه یې تر ۳۰ کلونو اوښتي وي، باید هره ورځ له نیم ساعت تر ۴۰ دقیقو پورې ورزش او یا پلی تګ وکړي، غوړ او خواږه خواړه ډېر ونه خوري، له سپوکر او چلم ډډه وکړي.

د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه د حملې، د بډوډو یا پښتورګو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ، د زخمونو د ژر نه رغېدو او خرابېدو لامل کېږي او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یو لوی لامل ګڼل کېږي.