تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان سوله؛ ولسمشر غني د تاوتریخوالي کمولو لپاره د قطر همکاري وغوښته
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې وکړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، دې ټلیفوني خبرو کې ولسمشر غني افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د قطر همکاري وغوښته:
"موږ هیله درلوده چې تاوتریخوالی کم شي، خو له بده مرغه زیات شوی، موږ دې برخه کې د قطر همکاري غواړو چې د سولې بهیر کوربه هم دی."
دا خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني او د قطر امیر د خپلمنځي سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم وغږېدل.
ولسمشر غني د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ سره هم پر افغان سوله ټلیفونې خبرې درلودې.
ښاغلی ستولتنبرګ خپل ټوېټر کې لیکي: د سولې خبرې اوږده او سخته لار لري، ماتېدونکي دي، خو د سولې لپاره خورا ښه چانس دی.
په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د سپټمبر له ۱۲ پیل شوې، خو لا هم د طالبانو او افغان حکومت اړیکډلې د خبرو پر چلنلار سلا شوې نه دي.
د دې خبرو پیلېدو سره تمه دا وه چې افغانستان کې به تاوتریخوالی کم شي، خو د هیلې خلاف مختلفو ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالب وسلوالو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی او ښکېل لوري یې پړه پر یو بل اچوي.