تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دفاع وزارت ننګرهار کې د چورلکې غورځېدل تائیدوي؛ طالبان وایي دوه چورلکې یې ویشتلې
د افغانستان دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۱) وویل، د دغه هېواد ختیځ ته د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې بېګا د افغان پوځ یوه چورلکه غورځېدلې ده.
د دفاع وزارت اعلامیه کې ویل شوي، دې پېښه کې د الوت یوه عمله او یو پولیس وژل شوي او دوه کسان ټپیان دي. د دې وزارت په خبره، دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده:
"د هوايي ځواک MI-17 چورلکه د شپې نږدې ۱۲ بجې حصارک ولسوالۍ کې د پورته کېدو پر مهال له تخنیکي ستونزو سره مخ او وغورځېده."
خو وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د حصارک ولسوالۍ بوستانخېلو سیمه کې یې د افغان پوځ پر هغو چورلکو بریدونه کړي، چې د دې ډلې پرضد یې د عملیاتو لپاره هلته کومانډو لېږدول.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، د دوی د بریدونو له امله دوه چورکې رانسکورې شوې او ۲۱ کمانډو عسکر پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
یوه چورلکه لوېدلې که دوه؟
سیمه کې ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي، د ولسوالۍ په ختیځه سیمه د ناصروخېلو په نامه کلي کې یې دوه پرتې چورلکې لېدلې دي.
دا سیمه د حکومتي ځواکونو تر واک لاندې ده خو شاوخوا کلیو کې طالبان پراته دي.
طالبانو وړمه شپه په حصارک کې له درنې جګړې وروسته د عامه نظم د پولیسو یو مرکز او دوه پوستې نېولې دي او دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوې دي.
ځایي خلک وايي طالبانو د عامه نظم دغه مرکز له نیولو وروسته په بمونو الوځولی دی.
نژدې یوه میاشت وړاندې په حصارک کې طالبانو څلور نورې پوستې هم نېولې او ۱۳ سرتیري یې پکې وژلي وو.
دا له میاشتې په کم وخت کې د افغان پوځ دریمه چورلکه ده چې غورځي.
د تېر اکټوبر پر ۱۴ افغان دفاع وزارت وویل، د هلمند ناوه ولسوالۍ کې د شپې یوه بجه دوه چورلکې د پورته کېدو پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ او وغورځېدلې.
کارپوهان د دې چورلکو د غورځېدو اصلي لامل د دوی زړښت بولي.
د حصارک ولسوالۍ محاصره
حصارک د ننګرهار په سویل لوېدیځ کې تر ټولو لرې پرته او نا ارامه ولسوالي ده چې له اوو کلونو راهیسې یې بازار طالبانو تړلی دی. طالبان وايي بازار چې سلګونه دوکانونه پکې وو، له دې امله تړلی چې سیمه ییزو پولیسو پکې سودا اخیسته.
حصارک چې تل ترې د ناامنیو رپوټونه وي، له تېرو نهو کلونو راهیسې حکومتي ځواکونو ته اکمالات د هوا له لارې کېږي او د ولسوالۍ له شاوخوا سیمو پرته ډېرو برخو کې یې طالبان فعال دي او محاصره ده.
په همدې ولسوالۍ کې څو کاله وړاندې د ننګرهار پخوانی امنیه قومندان زړور ذاهد هم په بمي چاودنه کې وژل شوی و.