تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند کې جګړه؛ ناوه کې "دوه چورلکې غورځېدلې ۹ کسان پکې وژل شوي"
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
د افغانستان دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ( د اکټوبر ۱۴) وايي، د هلمند ناوه ولسوالۍ کې بېګا د شپې یوه بجه دوه چورلکې د پورته کېدو پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ او غورځېدلې دي.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې دغه پېښه کې ۹ کسان وژل شوي دي.
دفاع وزارت وايي، دوی دا پېښه څېړي.
د چارواکو دا خبرې له هغه وروسته دي چې له هلمند ځینې ناتایید رپوټونو ویل، د افغان پوځ دوه چورلکې ناوه کې غورځېدلې او له منځه تللې دي.
د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد هم هلمند ته رسېدلی دی او له ځايي چارواکو سره یې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان دفاع وزارت خبرپانه وايي، ښاغلي خالد له والي محمد یاسین او د دغه ولایت له نظامي چارواکو سره په هملند کې "د امنیت ټینګولو پر امنیتی پلانونو خبرې وکړې."
وسلوالو طالبانو بېګا په ناوه ولسوالۍ ډله ییز برید کړی و.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک لومړیو کې ویل، یوې الوتکي ناوه ولسوالۍ کې د حکومت تر کنټرول لاندې ساحه کې بېړنۍ ناسته کړې.
خو وروسته نوموړي ومنله چې دوه چورلکې د کېناستو پر مهال سره ټکر او بېړنۍ ناسته یې کړې ده:
"تېره شپه دوه چورلکې ناوې ولسوالۍ ته د ځینې ټپیان د را لېږدولو لپاره تللې وې، د ناستې پر مهال سره ټکر او وروسته یې بېړنۍ ناسته کړې ده."
ښاغلی ځواک وايي، ناوه ولسوالۍ کې د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په مټ د طالبانو بریدونه هم په شا تمبول شوي دي:
"هممهال بمباري هم وشوه او ځمکني ځواکونه ورسېدل، اوس جګړه نشته، وروسته به مالومه شي چې څومره مرګ ژوبله دوښمن ته اوښتې ده."
وسلوالو طالبانو تېره یکشنبه د هلمند پر مرکز لښکرګاه هم له مختلفو لورو بریدونه پیل کړل او ان د دې ښار څلورمه حوزه یا باباجي سیمه یې ونیوله.
د ملګرو ملتونو غوښتنه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې ویلي، د افغانستان سوېلي هلمند ولایت لښکرګاه ښار ته څېرمه د جګړې له کبله شاوخوا ۳۵ زره خلک بې ځایه شوي او نژدې ۲۰۰ نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د هلمند د کډوالو چارو ریاست هم وايي، چې د بې ځایه شویو کورنیو څپې او له هغوی سره د مرستې امکاناتو نشتوالي ته په کتو ښايي کړکېچ جوړ شي.
سید محمد رامین بي بي سي ته وویل، له بولان سیمې لا هم کډې ور روانې دي:
"خلکو د جګړې له سیمې یوازې سرونه اېستلي او ډېر بد وضعیت کې ژوند تېروي، مرستندویه ټولنو مرستنه نه ده کړې، یوازې خلکو مرسته ور سره کړې لا یې خپلو کورونو کې ځای کړي دي. "
ناوه کې جګړه
د هلمند والي محمد یاسین خان وايي، شپږ میاشتې مخکې یې داسې معلومات تر لاسه کړي وو، چې وسله وال د هلمند پر مرکز او یو شمېر نورو سیمو د بریدونو پلان لري.
والي دغه څرګندونې د نادعلي او لشکرګاه د امنیتي کمربندونو لیدنې پر مهال کړې دي. سیمه کې د والي د خبرو پر مهال هم د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
د والي په وینا له همدې ځایه یې له لاسه د وتلیو سیمو بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
وسلوالو طالبانو څلور ورځې وړاندې د مرکز لښکرګاه څلورمه امنیتي حوزه تر سختې جګړې وروسته ونیوله، خو ځايي چارواکي وایي هلته یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.
ځايي خلک دغه سیمه د باباجي په نوم یادوي او د هلمند سیند له مرکز لښکرګاه څخه بېله کړې، خو د ښار برخه ده.
نادعلي ، مارجه، ناوه، د مرکز لښکرګاه باباجي او بولان هغه سیمې دي، چې دوه کاله وړاندې وسلوالو ولکه پرې درلودله، خو افغان ځواکونو د پراخو عملیاتو پایله کي ونیولې.
ناوه ولسوالۍ د ۲۰۱۶ کال اکټوبر میاشت کي د یوه برید پایله کي د وسلوالو لاسته ولوېده او شاوخوا دوه کاله وسلوال پرې واکمن وو.