افغان چارواکي: اوسني ښارونه د اصلاح وړ نه دي، باید نوي ښارونه جوړ شي

د عکس سرچینه، AFP
نن (شنبه، اکتوبر ۳۱مه) چې د ښارونو نړیواله ورځ ده، افغان حکومت وايي، د دغه هېواد اوسني ښارونه په معیار نه دي برابر او اصلاح کول یې امکان نه لري.
ملګرو ملتونو شپږ کاله وړاندې د اکتوبر ۳۱مه نېټه د ښارونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وايي، پلان لري چې په لومړي ګام کې په درېو ولایتونو کې نوي ښارونه جوړ کړي.
په ورته وخت کې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال د ښاري ستونزو او بې نظمي د مخنیوي په موخه ځینې پرېکړې کړي او یو شمېر یې د عملي کېدو په حال کې دي.
د امرالله صالح دفتر ویلي، د هغو ودانیو څښتنان جریمه کوي چې له ټاکلې اندازې یې زیات پوړونه ودان کړي وي.
د افغانستان ښارونه، په تېره کابل ښار په تېرو دوو لسیزو کې ډېر پراخ شوی دی، چې د شمېرو له مخې یوازې په کابل ښار کې ۵۰۰ لوړپوړیزې ودانۍ جوړې شوې دي.
ددغو ودانیو ډېرې یې د ماسټر پلان خلاف او نامعیاري بلل کېږي، چې د چارواکو په وینا همدې بې نظمۍ ښاري ستونزې پیدا کړې دي.

د عکس سرچینه، @mahmoodkarzaiofficial/FB
د ناقانونه ودانیو پر جوړولو سربېره، د ډېری واټونو خاموالی، د څښاک اوبو کمښت، د برېښنا پرچاوي، د نفوسو ډېرښت، کمې شنې ساحې د ځینو ښاریانو له لوري د ښاري کلتور په پام کې نه نیول او د لېږد رالېږد وسایلو ډېرېدل د افغانستان په لویو ښارونو کې د ستونزو په توګه یادېږي.
د افغانستان د ښارجوړولو وزارت چارسمبالی وزیر محمود کرزی وايي، د افغانستان د اوسنیو ښارونو اصلاح کول امکان نه لري او باید نوي ښارونه جوړ شي.
د ښاغلي کرزي په خبره، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د کابل نوي ښار پروژې د سړکونو چارې پیل شي.
دا هغه پروژه ده چې تګلاره یې شاوخوا لس کاله وړاندې تصویب شوه، خو ددغه ښار چې د کابو درې میلیونه وګړو لپاره جوړېږي، کارونه پرمخ نه دي تللي.
ټاکل شوې چې د کابل دغه نوی ښار د اوسني ښار شمال ختیځ ته په ده سبز سیمه کې جوړ شي.
د ښاري ستونزو د مخنیوي لپاره په وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال ځینې پرېکړې کړې دي.
ددغې پرېکړې په لړ کې د شنو ساحو د غصب، د ناقانونه ودانیو جوړول او د ښاري بې نظمۍ مخنیوی هم راځي.
د امرالله صالح د دفتر د رسنیو مسئول رضوان مراد وايي، له دې وروسته به چا ته د ناقانونه ودانیو جوړېدو اجازه ورنه کړي او هغو چې جوړې کړې حساب به ورسره کېږي.
افغانستان کې پراخ فساد د ناقانونه ودانیو جوړولو د یوه عامل په توګه یادېږي.
چارواکي مني چې ددغو ډېری ودانیو چې ناقانونه او نامعیاري بلل کېږي پر دولتي او نادولتي زورواکو پورې تړاو لري.










