عبدالله: لنډ مهالی حکومت د افغانستان د کشالې د حل لار نه ده

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايی، افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت په اړه خبرې له افغان سولې سره مرسته نه کوي.

ښاغلی عبدالله چې ایران ته په یوه رسمي سفر تللی د دغه هېواد له دولتي رسنۍ صدا او سیما سره یوه مرکه کې له موقت یا لنډ مهالي حکومت سره مخالفت ښودلی.

نوموړي ویلي د سولې خبرو پایلې باید افغانستان کې تل پاتې سوله تضمین کړي. د ښاغلي‌ عبدالله په وینا:

"د یوې حل لارې په توګه د موقت او منځ مهالي حکومت مطرح کول څنګه کېدای شي چې د حل یوه لاره وي؟ له هغه وروسته به څه کیږي؟ مسله ډېره روښانه ده! موقت حکومت، بیا څه؟ څه شي تضمینولی شي؟ څه مانا؟ څه ډول یو پرمختګ دی؟ له دې امله کله چې داسې تبصرې کیږي چې د قضیې له واقعیتونو او د دواړو لوریو ترمنځ د روان بحث له واقعیتونو سره سمې نه وي، د خلکو د اندېښنې سبب کېدای شي"

ښاغلي عبدالله دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په روانو خبرو کې د دې موضوع مطرح کول هم رد کړل او ویې چې بین الافغاني خبرې اوس په لومړنیو پړاوونو کې دي او یوازې د خبرو پر کړنلاره راټولې دي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ټېنګار وکړ چې په دې خبرو کې باید یوه هر اړخیزه هوکړه وشي چې په هغې کې د لارې نقشه او وروستی او اصلي هدف مشخص او جوت شي، چې هغه د ده په وینا د رایې له لارې د خلکو د برخلیک ټاکل دي.

ښاغلي عبدالله پر لنډ مهالي حکومت خبرې د روان بهیر له محتوا بهر وبللې او دا د ده له نظره داسې څه دي چې ځینې کسان ورته لېواله دي، مطرح کوي یې خو په دې وخت کې د دې بحث مطرح کول ګټور نه دی.

افغان دولت هم له دې وړاندې د لنډ مهالي حکومت سره خپل مخالفت په ډاګه کړی. ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې همدې موضوع ته په اشارې سره ویلي وو چې د لنډمهالي‌ حکومت خبره د یو "لیدل شوي فلم" بیا تکرارول دي.

ایران ته د سفر په لړ کې ښاغلي عبدالله نن ( دوشنبه اکتوبر ۱۹) د دغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني سره هم وکتل.

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه یوه بیان کې د حسن روحاني له قوله ویلي چې ایران افغانستان کې د تل پاتې او افغانانو ته د منلو وړ سولې ملاتړ کوي، داسې سوله چې لاسته راوړنې خوندي وساتي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ښاغلی عبدالله له پاکستان او هند وروسته ایران ته تللی چې د افغان سولې د ملاتړ لپاره د دغه هېواد ملاتړ جلب کړي.

په ورته وخت کې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي خو په تېرو څو اونیو کې د جوت پرمختګ څرک نه لګیږي او مرکچي‌ پلاوي لا هم د خبرو لپاره پر کړنلاره نه دي سره سلا شوي دي.