تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جواد ظریف: "د افغان سولې هڅو ملاتړ کوو او په دې لاره کې بریا خپله بریا ګڼو"
د افغانستان د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلې او ایراني لوري د افغان سولې د بهیر د ملاتړ ډاډ څرګند کړی.
ښاغلي عبدالله له دې کتنې وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه خپاره شوي بیان کې ویلي چې ښاغلي ظریف ټېنګار کړی چې هېواد یې د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي او "په دې لاره کې ستاسې بریالیتوب خپل بریالیتوب ګڼو".
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دې لړ کې د سیمه ییزې اجماع لپاره د هڅو ملاتړ هم کوي.
ښاغلي عبدالله ویلي د سولې لپاره یو بې ساری فرصت رامنځته شوی او له ایرانه یې غوښتي چې "افغانستان کې د یوې عادلانه، باعزته او تل پاتې سولې لپاره" د روانو هڅو ملاتړ وکړي.
عبدالله عبدالله نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تهران ته ورسېد. د ښاغلي عبدالله سلاکار مجیب الرحمن رحیمي د سفر د زیاتو جزییاتو په اړه بي بي سي ته وویل:
"په دې سفر کې ښاغلی عبدالله د ایران له ولسمشر او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره لیدنې لري."
د ښاغلي رحیمي په خبره، په دې لیدنو کې به په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې کېږي.
دی وايي، ایران ته د سفر پرمهال به افغان پلاوی له دغه هېواده وغواړي چې د افغان سولې ملاتړ وکړي او ترڅنګ یې افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.
تهران ته له روانېدو وړاندې ښاغلي عبدالله په کابل هوايي ډګر خبریالانو ته وویل چې ایران په افغان سوله کې لیوالتیا لري او په دې برخه کې یو اغیز لرونکی هېواد هم دی.
هغه وویل چې هر هېواد په " خپل حد" کې پر دې بهیر اغیز لري.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر وړاندې د افغان سولې په تړاو هند او پاکستان ته هم سفرونه کړي دي.
وړاندې د افغان سولې په روان بهیر کې د ایران د رول په اړه امریکايي چارواکو شک او اندېښنه ښودلې وه.
څو میاشتې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د افغان سولې بهیر کې یو لوی خنډ دا دی چې ایران د دې هلو ځلو کافي ملاتړ نه کوي او په دې هڅه کې دی چې افغانستان کې له سولې راتلو پرته امریکا له دې هېواده ووځي.
دغه راز د روان میلادي کال په پیل کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ایران تور لګولی وو چې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له وسله والو ډلو سره اړیکې لري او د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړوي.
خو ایران تل دا ډول تورونه رد کړي دي او د افغان سولې د بهیر د ملاتړ ډاډ یې څرګند کړی.
حکمتیار پاکستان ته ځي
بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یوه ټویټ کې ویلي چې، ټاکل شوې سبا د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته درې ورځنی سفر وکړي.
ده لیکلي چې ښاغلی حکمتیار به د اکتوبر له ۱۹ د دې میاشتې تر ۲۱ پورې د پاکستان دوره وکړي.
دده په وینا، په دې سفر کې به نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، ولسمشر، لومړي وزیر او د سنا او ولسي جرګې له مشرانو سره ملاقاتونه وکړي.
ددې ترڅنګ به ښاغلی حکمتیار د پاکستان څېړنیز مرکز کې وینا وکړي او د دغه هېواد له ژورنالیستانو سره به وګوري.
ګلبدین حکمتیار ته نژدې کس همایون جریر له بي بی سي سره په خبرو کې پاکستان ته د نوموړي سفر تایید کړ او وايي چې پاکستان ښاغلي حکمتیار ته رسمي بلنه ورکړې چې دې هېواد ته سفر وکړي.
د ښاغلي جریر په خبره له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي حکمتیار اصلي خبرې به د افغان سولې په تړاو وي.
د ده په وینا له افغان حکومت سره د ګلبدین حکمتیار د سولې له تړون وروسته دا دویم ځل دی چې نوموړی پاکستان ته سفر کوي.