تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکل شوي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ۲۹ ولایتونو د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره یې نوي امنیه قومندانان غوره کړي.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني دغو بریدملانو او افسرانو ته، چې نوي قومندانا ټاکل شوي، وینا کې وویل، "تاسو په دې خاطر انتخاب شوي یاست چې له زړه نه پر هېواد باورمند یاست او قربانۍ مو ورکړي دي."
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي تېر ماښام ولسمشر له دغو مقرر شویو امنیه قومندانانو سره د معرفي کېدو غونډه کې وویل، ستاسې له ورتګ سره به انګېزه، مدیریت، تعهد او خوځښت راشي.
ارګ وايي، په دې غونډه کې ولسمشر نویو امنیه قومندانانو ته وویل، چې "ولسوالیو ته ستاسې په ورتګ به هلته ولس ته خپله غېږ پرانیستې وي".
یادو مراسمو ته د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل، د ولسمشر پر لاښوونه د ولسوالیو د امنیه قومندانانو د ارزونې په موخه یوه کمېټه موظف شوې، چې په لومړي پړاو کې ۱۰۰ بریدملان او افسران انتخاب او د رتبو تثبیت یې شوی دی.
ښاغلي محب وروسته پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا امنیه قوماندانان د ګډې کمېټې له خوا د ازموینې د "یوه راڼه بهیر "په پای کې ټاکل شوي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نویو ټاکل شویو امنیه قومندانانو ته وینا کې وویل، "انګیزه، سوق او اداره او امکانات درې مهم عناصر دي، چې ستاسې د بریالیتوب لامل ګرځي او باید دغه عناصر په جدي توګه په پام کې ونیسئ."
ښاغلي صالح دغو امنیه قومندانانو ته وویل، چې په خپلو کارونو کې تعادل په پام کې ونیسي، د ټولنې له هر پاړکي سره نېک چلن وکړي او د حکومت د دښمن په ماتولو او شاتمبولو کې له خلکو سره همغږي شي.
نویو امنیه قومندانانو ته دا سپارښتنه هم شوې، چې د ولسوالیو د مرکزونو په محدوده کې پاتې نه شي او په کلیو کې پانګونه وشي.