تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امرالله صالح د لنډ وخت لپاره د کابل امنیتي مسئولیت پرغاړه اخلي
په کابل ښار کې د جنايي جرمونو له ډېرېدو وروسته، افغان ولسمشر خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د څه مودې لپاره د کابل امنیتي پېښو د ارزولو دنده سپارلې ده.
ښاغلي صالح تېره ورځ (جمعه/تله ۲۵مه) پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي وو:"زه د خلکو د امنیت تامینولو لپاره د قانون د تطبیق په لار کې پخپل قاموس کې د جنایت کار پر وړاندې د ترحم او مصحلت هېڅ توری نه لرم."
نوموړي دا هم لیکلي چې کابل کې د لویو مجرمینو لیست چمتو شوی او له خلکو یې غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ښاغلی صالح له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۰ د ملي امنیت ادارې مشر او په ۱۳۹۷ کال د یوې میاشتې لپاره د کورنیو چارو چارسمبالی هم شو.
ښاغلي صالح له کابل مېشتو وګړو غوښتنه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره په ډاډ او باور همکاري وکړي او له هرې لارې چې کولی شي معلومات تر ده ورورسوي.
په وروستیو کې کابل کې د جنايي جرمونو له ډېرېدو سره ولسمشرۍ ماڼۍ وړمه ورځ اعلان وکړ چې د کابل اوسېدونکو رواني امنیت باید تامین او ۳۰۰ نوې امنیتي کامرې په ښار کې ولګول شي.
کابل امن نه دی
د ځینو په باور، د قانون نه پلې کېدل د امنیت نشتوالي کې لویه ستونزه ده.
د کابل اوسېدونکو اعتراضونه او پر خواله رسنوی (کابل امن نه دی) هشټګ ددې لامل شو چې د افغانستان د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر مسعود اندرابي پولیسو ته امر وکړ چې غله او مجرمان په ډزو وولي.
ښاغلي اندرابي کابل کې د پولیسو ټولو حوزو ته ویلي چې پخپلو سیمو کې مجرمان پیدا او ونیسي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د افسرانو د ګومارنېد بورډ غړی جنرال ګل نبي احمدزی وايي، د جرمونو زیاتوالی بېلابېل عوامل لري چې یو لوی عامل یې جګړه او بل کمزوری اقتصاد دی او د ځینو کړیو له خوا د مجرمینو ملاتړ کېږي.
په وروستیو کې د غلو په لاس د ځینو کسانو د وژل کېدو خبرونو کابل ښاریان ډېر اندېښمن کړي دي.
کابل کې له جرمونو سره د طالبانو د مبارزې اعلان
څو ورځې مخکې طالبانو ته یوه منسوبه اعلامیه خپره شوې وه، چې ددغې ډلې ځینو غړو تایید کړې هم وه. په دې اعلامیه کې راغلي وو چې د کابل اوسېدونکو د امنیت او له جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره به دوی کابل ښار کې ګزمې ولري.
طالبانو ویلي وو، مجرمان به ونیسي، ووژني او د طالبانو محکمو ته به یې وسپاري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیت تامینولو لپاره د طالبانو چمتووالی "له خندا ډک" کار بللی دی.