تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل پولیسو ته د کورنیو چارو وزارت سپارښتنه: "مجرمان په ډزو وولئ"
په پلازمېنه کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې د وسله والو غلاو او جرمونو له ډېرېدو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته امر کړی چې غله او مجرمان په ډزو وولي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جنايي جرمونو او غلاو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي او په ترڅ کې يې په ځانګړي ډول په کابل کې پر خواله رسنیو د "کابل امن نه دی" په نوم کمپاین هم پیل شوی دی.
د خلکو تر اندېښنو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چارسمبالی وزیر مسعود اندرابي تېره شپه (تله ۱۹/ اکتوبر ۱۰) د کابل د دروازو په ګډون د څو امنیتي حوزو او د ښار دننه امنیتي پوستو کتلو ته ورغلی.
دغه وزارت رسنیو ته د همدغو شېبو یوه ویډيو لېږلې چې وزیر پکې له پولیسو سره خبرې کوي او ورته وايي چې مجرمان باید وټکول شي او په ښار کې يې د ازاد تګ راتګ مخه ونیول شي.
ښاغلی اندرابي د ویډيو په یوه برخه کې پولیسو ته سپارښتنه کوي چې غله په ډزو وولي، 'کله چې مجرم سره مخ کېږئ نو ويې ولئ. په اصولو خو پوهېږئ کنه، په پښو يې وولئ. که څوک دعوه کوي نو د کورنیو چارو وزارت سره دې يې وکړي'.
ښاغلي اندرابي همدا راز په وېډيو کې پر پولیسو غږ کړی چې مجرمانو سره په مبارزه کې دې وېره نه کوي. نوموړی وایي:
"ما د کورني امنیت رییس ته ویلي چې هېڅ پولیس باید ما ته تر رپوټ راکولو مخکې څارنوالۍ ته معرفي نشي. نو تاسې په جرات سره د مجرم پر ضد مبارزه وکړئ".
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دا خبرې داسې مهال کوي چې یو شمېر خلک پخپله پر پولیسو نیوکه کوي چې ګواکې له وسله والو غلو او مجرمانو سره لاس لري، او یا ان د دوی د پوستو په څنګ کې هم خلک لوټل کېږي خو دوی يې په نیولو کې ناغېړي کوي.
"مخکې کس تومانچه راپسې راوویستله او شا ته کس چاقو"
په عمومي واټونو، لارو کوڅو او ګاډو کې د وسلو پر مټ غلاوې، د کورونو لوټل، په ځينو ځایونو کې په رڼا ورځې شوکې او د څو پیسو له کبله د انسانانو وژل هغه څه دي چې د کابل ښاریان يې د ځينو نورو ښارونو غوندې اندېښمن کړي دي.
د کابل ښار اوسېدونکی ضمير ساپی وايي چې له پوهنتونه د کور پر لور روان و چې په موټر کې د وسله والو غلو ښکار شو. نوموړي بي بي سي ته وویل:
"په موټر کې څلور کسان وو. مخکې کس په ما پسې تومانچه را و ایستله او دې شا ته کس چاقو را و ایست. ما سره دوه موبایلونه وو او یو ایپډ و. ما ورسره لږ څه مقاومت وکړ خو وارونه يې راباندې وکړل. موبایلونه يې رانه واخیستل او د ايپډ اپل ای ډي يې راباندې خلاصه کړه، د شاوخوا پنځوسو زرو په ارزښت هر څه يې رانه یوړل".
یوازې کابل نه دی چې د جنايي جرمونو د زیاتېدو په اړه راپورونه ترې ورکول کېږي بلکې په نورو سیمو او لویو ښارونو کې هم دې ته د ورته پېښې کېږي.
د بلخ اوسېدونکی عبدالحمید وايي چې د امنیتي پوستې تر څنګ غلو لوټلی. نوموړی د خپلې تجربې په اړه وایي:
"د مزار شریف په مرکز کې -چې پولیس هم نږدې ووـ زه روان وم چې یوه کس مې له شا په اوږه لاس کېښود. ما چې ور وکتل نو د چاقو ګوزار يې راباندې وکړ. دوه سوکه يې هم ووهلم. راته ويې ویل، هر څه چې درسره دي راوايې خله. یو موبایل و او یو څه افغانۍ راسره وې. رانه وایې خیستلې".
انلاین کمپاین: "کابل امن نه دی"
د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکي هم حکومت او په ځانګړي ډول پولیس له مجرمینو سره په مبارزه کې په پاتې راتلو تورنوي او وايي پولیس یې يا د مخنيوي توان نه لري او یا هم له وسله والو غلو سره لاس لري.
ګڼو فېسبوک او ټوېټر کاروونکو په همدې تړاو د "کابل امن نه دی" په نوم یو کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې يې د وسله والو غلاو عکسونه او ویډيوګانې خپروي او له امنيتي بنسټونو د دې مسلې د حل غوښتنه کوي.
خو د کابل امنیه قومنداني وايي چې په تېرو څلوېښت ورځو کې یې یوازې په کابل کې د غلا، لارنیولو او وژنو په ګډون د ګڼو جرمونو په تور ۸۰۰ تنه نیولي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي، د کابل امنيتي تړون په چټکۍ سره عملي کوي څو د ښاريانو اندېښنې لېرې شي.
تېره ورځ د ملي امنیت شورا هم د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ په کابل کې د امنیتي ستونزو په اړه بحث کړی دی.