تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وسله والو کسانو پر افغان ممثلې او پولیس افسرې سبا سحر ډزې کړې
افغان امنیتي مسوولین وايي، پلازمېنه کابل کې پر فلم جوړوونکې او ممثلې سبا سحر ډزې شوې او ټپي شوې ده. ۴۴ کلنه سحر په روغتون کې بستري شوې او روغتیاپالان وايي، روغتیايي حالت یې اندېښمنونکی نه دی.
ویل کېږي، نوموړې نن (سې شنبه) دفتر ته پر لاره وه، چې نامعلومو کسانو یې د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې. په پېښه کې د اغلې سحر ساتونکی او ډرېور هم ټپیان شوي دي. د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز بي بي سي ته وویل، نامعلومو کسانو د ښار په اتمه حوزه (رحمان بابا مېنه) سیمه کې پر اغلې سحر ډزې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل، مرمۍ د مېرمن سحر پر ملا لګېدلې او د پولیسو په روغتون کې له جراحي عملیاتو وروسته یې روغتیا په ښه کېدو ده.
د دغه چارواکي په خبره د اغلې سحر د ټپي ساتونکي او ډرېور روغتیا هم اندېښمنونکې نه ده. اغلې سحر د افغانستان مشهوره ممثله ده چې له کوچنیوالي د تیاتر او سینما په برخه کې تمثیل کوي او د ښځو حقونو او سینمايي صنعت په برخه کې فعاله ده.
اغلې سحر د پولیس افسرې په توګه روزل شوې او اوس هم د افغانستان کورنیو چارو په وزارت کې د سمونوالې په توګه دنده لري. د نوموړې په فلمونو او ټلویزیوني خپرونو کې انصاف او له فساد سره مبارزه برالا موضوعات دي.
بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان ( ایمنسټي انټرنېشنل ) ویلي، پر ممثلینو، سیاسي فعالانو او د بشر حقونو پر مدافعینو بریدونه ډېر شوي دي او دا (خورا اندېښمنونکې) موضوع ده. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی او د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، د پېښې پلټنه پیل شوې ده.