تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو له افغانستانه د پوځ ایستلو په تړاو د ټرمپ د څرګندونو هرکلی وکړ
افغان طالبان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې خبرې هرکلی کوي چې وايي، تر راتلونکي کریسمېس پورې له افغانستان ځواکونه باسي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر ټرمپ دا ګام د دې ډلې او امریکا ترمنځ د تړون پلي کولو لپاره خورا مثبت ګام بولي:
"اسلامي امارت د دغه اعلان هرکلی کوي او دغه اقدام اسلامي امارت هم د توافقنامې مندرجاتوته ځان ژمن بولي او په راتلوکي کې د امریکا په شمول له ټولو هيواودونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري. "
د طالبانو تر دې څرګندونو مخکې ډونلډ ټرمپ بیا ویلي، امریکا تر سږني کریسمېس ټول ځواکونه له افغانستان باسي، خو دا خبره یې د پخوانۍ ژمنې خلاف د ځواکونو چټک اېستل ښيي.
ښاغلی ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکي: "موږ باید د خپلو زړورو سړیو او ښځو پاتې کوچنۍ ډله هم- چې افغانستان کې خدمت کوي- تر کریسمېس پورې هېواد ته ستنه کړو. "
خو د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وویل، امریکا د راتلونکي کال لومړیو کې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته ټیټوي.
د پلان له مخې ټاکلې وه د امریکايي ځواکونو شمېر تر نومبر پورې تر پنځو یا څلور زرو پورې کم شي.
پر دې سربېره چارواکو ویلي، له افغانستان د ځواکونو کمول د دغه هېواد شرایطو پورې تړلي دي.
رویټرز خبري اژانس رپوټوي، ښاغلي اوبراین د چارشنبې په ورځ د لاس ویګاس په نواډا پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل:
"کله چې ولسمشر ټرمپ واکمن شو، افغانستان کې تر لس زرو ډېر امریکايي ځواکونه وو، اوس یې شمېر تر پنځو زرو کم شوی دی او تر راتلونکي اپرېل پورې به ۲۵۰۰ ته ټیټ شي. "
دغه هېواد تېر فبرورۍ له طالبانو سره د تړون له مخې ژمنه کړې چې د دې ډلې د ترهګرۍ ضد ژمنو بدل کې د ۲۰۲۱ کال تر مۍ له افغانستان وځي.
د دې تړون له مخې طالبان د سولې لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته ناست دي چې اوس په دوحه کې روانې دي.
ولسمشر ټرمپ ګام په ګام له افغانستان ځواکونه کم کړل او طالبانو ژمنه کړې چې پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي، خو د افغان ځواکونو پرضد یې بریدونه روان دي.
د ولسمشر ټرمپ اوسنۍ خبرې د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو نږدې یوه میاشت مخکې دي، چې نظرپوښتنې پکې نوموړی شاته ښيي.
ښاغلی ټرمپ هڅه کوي چې وښيي د بې پایه جګړې د ختمولو لپاره خپله تېره ټاکنیزه ژمنه پلې کوي.
امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته د طالبانو حکومت وپرځاوه چې القاعده ته یې پنا ورکړې وه.
خو دا ډله له هغه راهیسې د بهرنیو او افغان ځواکونو پرضد جګړه کوي او دې جنګ کې ډېر ولس هم قرباني شو.