د امریکا نه ختمېدونکې جګړې او ډونلډ ټرمپ

منځني ختیځ ته وروستي سفر کې د امرکیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی پوهېږي چې له کوم ځای امریکايي ځواکونه وځي، نو هغه سیمه کې ګډوډي جوړېږي.

خو د نوموړي دې خبرې سره د واشنګټن د ملګرو اندېښنې لرې نه شوې، هغه اندېښنې چې له سوریې د امریکايي ځواکونو وتلو په هکله د ډونلډ ټرمپ له پرېکړې وروسته پیدا شوې دي.

دوی لا هم دا پوښته لري چې امریکايي پوځ له دغه هېواد وځي که نه، که نه وځي تر کله؟ که وځي بیا کله.

خو پمپیو تر ډېره هڅه وکړه چې د سیمې د ستراتیژۍ په هکله پیدا شویو شکونو ته ځواب ووايي.

په ورته مهال یې د ډونلډ ټرمپ په څېر د سیمې په هکله د اوباما پر پالیسي نیوکه وکړه.

خو له ځینې مهمو خبرو په څنګ تېر شو، لکه سعودي او مصر کې د انساني حقونو حالت یې یاد نه کړ. یوازې یې دا وویل، سعودي د امریکا بهرنۍ پالیسۍ کې ډېر مهم دی.

د یمن مسلې ته یې څنګزنه اشاره وکړه، خو د خلیج هېوادونو ترمنځ له اختلاف تېر شو او د فلسطین او اسراییل د کړکېچ اوارولو لپاره یې د ټرمپ د پلان یادونه ونه کړه.

هغه یوازې دا خبره کوله چې سیمه کې د واشنګټن ملګري باید ډېر څه وکړي.

پمپیو له سوریې د ایراني ځواکونو د اېستلو په هکله د ډيپلوماټیکو هڅو او له خپلو ملاتړو سره د همکارۍ خبره وکړه.

د ایران زیاتېدونکي نفوذ مخنیوی د امریکا د پالیسۍ اصل جوړوي، خو پر تهران له اقتصادي بندیزونو زیاتولو پرته نور څه نشي کولی.

له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل یا پاتېدل مسله نه ده، بلکې مسله دا ده چې هلته پاتېدل یا وتل یې اوږدمهالو موخو کې څومره اغېزناک ثابتېدلی شي.

له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان د سیمې لپاره د ټرمپ د پالیسۍ او فکر څرګندونه کوي او دا هم ښيي چې ټرمپ څه ډول حکومت کوي.

که څه هم وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او بیا ټرمپ له سوریې وتل مشروط کړل، خو دا دویمه خبره یې دا ښيي چې له لومړۍ پرېکړې مخکې باید مشوره او غور شوی وی.

د ټرمپ پرېکړه په کور او بهر له نیوکو سره مخ شوه او خپلو ملاتړو سره یې دوکه وبلل شوه.

دا هم وویل شول چې له سوریې د امریکايي ځواکونو وتلو سره د روس اغېز ډېرېږي او ایران ته نېغه ګټه رسېږي.

دا خبرې تر یوه بریده سمې دي، خو تر دې مهمه خبره د ډونلډ ټرمپ نظر او له سمندر پورې پوځي پالیسۍ سره د هغه مخالف فکر دی.

که څه هم ځینې شنونکو د ټرمپ د سوریې نظر وغانده، خو دا یې هم وویل، چې دوو زرو پوځیانو ګټه څه ده.

پخواني ولسمشر که د داعش پرضد نه ختمېدونکې جګړه درولې نه ده، لږ تر لږه کړې خو یې ده.

دا جګړه پر نیویارک د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ بریدونو له افغانستان پیل شوه او بیا عراق ته ورسېده.

عراق کې که د صدام حکومت ړنګ شو، ګټه یې د ایران شوه او د دې هېواد نفوذ زیات شو، د سوریې په هکله هم ورته خبره کېږي چې که امریکايي ځواکونه وځي ګټه تهران ته رسېږي.

خو ټرمپ له افغانستان هم د ځواکونو اېستلو خبره کوي، که ځینې یې مخالف دي، نور دا پوښتي چې نه ګټونکې جګړه کې ښکېلتیا څه مانا لري؟

ټرمپ هم په دې باور دی چې امریکا نه ختمېدونکو جګړو کې ښخه ده او دا خبره یې تر یوه برید سمه بلل کېږي.

له بلې خوا نوموړی نړیوالو اړیکو ته د ګټو له مخې ګوري او ښايي همدا وجه وي چې د نیوکګرو ملګرو په ځای له ځواکمنو مشرانو سره اړیکي غوره بلوي.

اوس چین او روس ځواکمنېږي او نړیوال تړونونو سرچپه کېږي، خو ټرمپ دا خبر نه ده ثابته کړې چې اول امریکا ده.