افغان حکومت د بادي او لمري برېښنا د تولید څلور پروژې منظورې کړې

د افغانستان د اقتصاد عالي شورا او کابینې په هرات، بلخ او کابل کې د بادي او لمرِي برېښنا د تولید لپاره څلور پروژې منظورې کړې.

د مالې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت د پالیسۍ رییسې لېمه خرم د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپي ته وویل، د دغو پروژو لګښت ۱۶۰ میلیون ډالره دی:

"د بادي برېښنا یوه پروژه هرات کې ده چې ۲۵ میګاواټه، بله د ۴۰ میګاواټه لمري برېښنا پروژه مزار او بله هم ۲۵ میګاواټه لمري برېښنا هرات او بله هم د اوبو پر سر شل میګاواټه برېښنا تختې نغلو کې نصبېږي. "

د هغې په خبره دا پروژې د عامه مشارکت برخه دي چې د حکومتي او خصوصي سکتور په مټ پلې کېږي:

"ځکه مشارکتي پروژې بلل کېږي چې حکومت یې ملاتړ کوي او خصوصي سکتور پکې پانګونه کوي."

تېر اګسټ کې افغان حکومت او یوه اماراتي شرکت په افغانستان کې د درې زره میګاواټه لمري برېښنا د تولید لپاره خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دې پروژه کې پانګونه او وخت او د لمري برېښنا تولید ځای ته په پام سره توپیر لري.

د افغانستان اړتیا وړ برېښنا

افغانستان دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.

د افغانستان برېښنا شرکت په خبره، دغه هېواد د دې اړتیا لرې کولو لپاره دا مهال له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نږدې دوه زره میګاواټ برېښنا تولیدوي چې له درې سوه میلیون ډالرو ډېر لګښت لري.

د دې وارداتي برېښنا سربېره د افغانستان د برېښنا کلنی کورنی تولید هم د ۲۸۰ او ۳۲۰ میګاواټ ترمنځ اعلان شوی دی.

دې کې څلور سلنه برېښنا د حرارتي او نوېدونکې انرژۍ او پاتې د اوبو بندونو له خوا تولیدېږي.