تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې له طبیعي ګاز برېښنا تولید شوه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه هېواد کې لومړی ځل د ۴۰ میګاواټ په اندازه له طبیعي ګاز برېښنا جوړه شوه او ازمایښتي کار یې پیل کړ.
دا برېښنا په جوزجان ولایت کې جوړه شوې چې د طبیعي ګاز زېرمې لري.
د دې وزارت ویاند قدیر مطفي بي بي سي ته وویل، د بیات پاور شرکت په پانګونه دا ګاز بټۍ په خصوصي پانګونې سره جوړه او بشپړه شوه، چې لومړیو کې به پنځویشت میګاواټ برېښنا تولیدوي او بالاخره به یې تولید کچه ۴۰ میګاواټ ته ورسېږي.
د دې بټۍ تولیدي برېښنا به د افغانستان د برېښنا شرکت په همکارۍ جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د څلوېښت زره کورنیو خونې روښانه کړي.
د جوزجان ولایت برېښنامشر سید منصور بي بي سي ته وویل، چې د دې بټۍ ازمایښتي بهیر څو ګړیو کې تمامېږي، خو تراوسه یې تولید ۳۸ میګاواټ ته رسېدلی دی.
دا د ګازي برېښنا د تولید لپاره د افغان حکومت لومړنۍ هڅه ده، چې خصوصي پانګونې سره بشپړېږي.
د قدیر مطفي په خبره، دې پروژې سره به ډېرو خلکو ته د کاروبار زمینه هم برابره شي او هم به د طبیعي سرچینو د کارېدو سبب شي:
"دې پروژې سره خلکو ته برېښنا رسېږي، د دولت عواید ور سره زیاتېږي. "
د پانګونې زمنیه
د قدیر مطفي په وینا، نورې ورته پروژو پلي کول هم پلان کې لري، چې پکې طبیعي ګاز د انرژۍ د تولید لپاره وکارول شي:
"دې سره خلکو ته د پانګونې زمینه هم برابرېږي او کار هم ور سره رامنځ ته کېږي".
د کانونو وزارت د دې بټۍ د لګښت په هکله څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت او خصوصي شرکت بیات ګروپ د ۱۳۹۵ کال تله کې د دې بټۍ جوړولو تړون وکړ.
د افغانستان د برېښنا وزارت هغه مهال وویل، چې د بیات ګروپ شرکت په دریو پړاوونو کې په ۲۵۲ میلیون ډالر پانګونې سره د ۱۹۲ میګا واټ برېښنا د تولید وړاندیز کړی دی.
د لومړنۍ طرحې له مخې بیات ګروپ لومړي پړاو کې ۵۲ میګاواټ، دویم پړاو کې سل میګاواټ او دریم پړاو کې ۱۹۲ میګاواټه برېښنا تولیدول غوښتل، خو د افغانستان ستره اقتصادي شورا د ۵۲ میګاواټ برېښنا تولید تایید کړی و.
د بیات ګروپ شرکت مشر احسان الله بیات هغه مهال ویلي و چې د دې پلان د لومړي پړاو بشپړېدو سره به حکومت د کال ۹۰۰ میلون افغانۍ( له ۱۳ میلیون ډالرو ډېر) عاید ولري او د دریم پړاو بشپړېدو سره به دا عاید ۳،۲ میلیارد افغانیو ته ورسېږي.
ښاغلي بیات د خورا نوې ټیکنالوجۍ خبره کوله چې ضایعات به نه لري.
له دې مخکې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له غضنفر ګروپ سره هم د ګازي برېښنا بټۍ د جوړولو تړون کړی و چې ارزښت یې ۷۵ میلیون ډالر ښودل شوی او تولیدي برېښنا یې هم نږدې ۵۰ میګاواټ بلل شوې ده.
سره له دې چې افغانستان ډېرې اوبه لري، خو د برېښنا برخه کې یې بندونه خپله اړتیا نشي برابرولی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۷۰ سلنه برېښنا د پوره کولو لپاره له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران برېښنا واردوي.