سپېدار ماڼۍ: د ملي روغې جوړې شورا جوړول د عبدالله واک دی؛ د ولسمشر فرمان ته اړتیا نشته

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې شورا هغه ترکیب رد کړی دی چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا اعلان شوی و.‌

د نوموړي له دې اعلان یوازې څو شېبې وړاندې د ارګ ویاند کابل کې خبریالانو ته وویل،‌ د دې شورا د ترکیب په اړه له ښاغلي عبدالله سره سلا مشوره شوې وه.‌

د ښاغلي عبدالله له دفتر په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نوموړي‌ او ولسمشر غني‌ ترمنځ د شوې سیاسي‌ هوکړې له مخې،‌ د دې شورا ایجاد د ښاغلي عبدالله واک دی.‌

خبرپاڼه وایي، پر همدې اساس د دې شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني فرمان ته اړتیا نه وه.‌

د ښاغلي عبدالله لخوا په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي چې دا شورا باید جامع او ټولشموله اوسي،‌ او په دې لړ کې سلا مشورې پیل شوې دي او ترکیب به یې ژر بشپړ شي.‌

د تېرې شنبې پر ورځ د ارګ لخوا د دې شورا د تشکیل له اعلان سره سم داسې ګنګوسې وې چې ګواکې ښاغلی عبدالله یې پر ترکیب خوښ نه دی.‌

نوموړي ته نږدې سرچینو هم بي بي سي سره خبرو کې تائید کړې وه چې دوی د دې شورا ترکیب په اړه ملاحظې لري.‌

د نورو سیاستوالو غبرګون:

د ښاغلي‌ عبدالله له دې اعلان وړاندې یو شمېر نورو مخکښو افغان سیاستوالو هم په دې شورا کې له غړیتوب انکار کړی و،‌ او یا یې هم پر ترکیب نیوکې کړې وې.‌

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره د یکشنبې پر ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی به هېواد کې سولې ته کار کوي، خو په هیڅ حکومتي جوړښت کې برخه نه اخلي.

که څه هم د ښاغلي کرزي د دفتر په اعلامیه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي چې پخوانی ولسمشر به "د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي".

همدا راز د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم په یوه اعلامیه کې د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې ګډون رد کړی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملي روغې جوړې په شورا کې د غړي په توګه د دې ګوند د مشر صلاح الدین رباني په شاملولو کې ور سره مشوره نه ده شوې.

د بشري حقونو کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر او د ښځو شبکې مشرې ماري اکرمي هم د سولې په تړاو دغه جوړښت کې د میرمنو او ځوانانو کم رنګ د پوښتنې وړ بللی دی.

مخالفتونو ته د ارګ غبرګون:

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ د ملي روغې جوړې شورا د ترکیب په اړه د ډاکټر عبدالله په ګډون له ګڼو کسانو سره سلا مشوره شوې وه.‌

نوموړي‌ همدا راز وویل،‌ د شورا غړیتوب ردولو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرېکړې ته درناوی لري،‌ خو باور لري چې ښاغلی کرزی به د سولې لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي.‌

ښاغلي صدیقي همدا راز زیاته کړه: "د ولسمشر هدف دا و چې ټینګه ملي او سیاسي اجماع وشي او دا کار شوی او دا مهمه پروسه چې خلک هیله لري جنګ ختم شي، نو موږ له ټولو سیاستوالووغوښتل چې راشي ګډون وکړي په تېره کرزی چې مشر دی، دوی وزن لري او له موږ هیله ده چې دی راشي او خلکو هیه هم دا ده چې راشي او ونډه واخلي."

د ارګ ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،‌ که افغان سیاسیون د شورا د ترکیب په اړه شکایت یا ملاحظه لري نو حکومت هر وخت په دې تړاو سلام مشورې ته چمتو دی.، او که اړتیا وه نو د دې شورا په ترکیب کې بدلون راتللی شي.