تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د افغان او پاکستاني چارواکو لیدنه؛ اسلام اباد ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه خبرې وشوې
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د دې وزارت مرستیال میرویس ناب دوشنبه کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود او ورسره مل ۴۰ کسیز پلاوي سره جلا جلا ناستې وکړې. د د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وایي، په دې ناستو کې پر ګڼو مسلو خبرې اترې شوې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي حنیف اتمر له پاکستان پلاوي سره پر کونړ ولایت د پاکستان د توغندیزو بریدونو، سیمه ییز تجارت او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې.
همدا راز د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل، په دې کتنه کې ښاغلي اتمر اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د وروستي سفر په اړه هم له پاکستاني پلاوي پوښتنه وکړه، چې ښاغلي محمود یې په اړه ځواب ورکړ.
پاکستاني پلاوي وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال میرویس ناب سره هم د کتنه وکړه. ښاغلي ناب له دې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، پاکستان په افغانستان کې د یو خپلواک حمهوري نظام ملاتړ څرګند کړی او کابل یې د دې دریځ هرکلی کوي.
اسلام اباد ته د طالبانو سفر په اړه څه وویل شول؟
کابل ته د پاکستاني پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې تېره اونۍ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر شپږ کسیز پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د اګسټ پر ۲۵ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون له مختلفو پاکستاني چارواکو سره ولیدل.
له دې سفر وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د امریکا د سولې انسټیټیوټ سره په یوه مرکه کې ویلي وو، ښه به وای چې په دې چاره کې افغان حکومت هم خبر وای او برخه یې درلودلې وای.
ښاغلي اتمر هغه مهال دا ژمنه هم وکړه چې له پاکستاني چارواکو سره خپله راتلونکې لیدنه کې به په دې اړه د افغان حکومت دریځ ورسره شریکوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي سره خبرو کې که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنکړل، خو دومره یې وویل چې د دواړو لوریو ترمنځ د دوشنبې ورځې په لیدنه کې دا موضوع مطرح شوه او افغان لوري ته توضیحات ورکړل شول.
اسلام اباد ته د طالب پلاوي له سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي او په دې باور دي، چې په افغان سولې بهیر کې شته خنډونه د خبرو له لارې لرې کېدلی شي.
د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې دا ډله د زرو حکومتي بندیانو او حکومت د پنځو زرو طالب زندانیانو تر خوشي کولو وروسته خپلمنځي خبرې پيلوي.
دا خبرې لا هم پیل شوې نه دي او لامل یې د ۳۲۰ طالب بندیانو نه خوشي کول خنډ بلل کېږي.