عبدالله: د بندیانو تبادله دې بشپړه او بین الافغاني خبرې دې سملاسي پیل شي

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو د پیل پر وړاندې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې. ښاغلي‌ عبدالله نن دوشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د بندیانو د تبادلې بهیر دې بشپړ او بین الافغاني‌ خبرې دې سملاسي پیل شي.‌

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې دا څرګندونې کوي‌ چې افغان حکومت او طالبان دواړه د خپلو پاتې بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.‌

طالبان ټینګار کوي‌ چې د حکومت په بند کې د دوی پاتې ۴۰۰ بندیان باید ټول خوشي شي.

افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې له سپارښتنې سره سم له دې ډلې تر اوسه اتیا تنه خوشي کړي،‌ خو پاتې کسان لا هم نه دي خوشي‌ شوي.‌

بل لور ته د ولسمشرۍ ماڼۍ هم تېره اوونۍ ویلي‌ وو،‌ له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره اړینه ده چې دا ډله په خپل بند کې د افغان حکومت پاتې اسیران خوشي‌ کړي.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي تېره دوشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، افغان حکومت د سولې لپاره څه باندې پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل،‌ خو اوس باید طالبان هم د حکومت پاتې بندیان خوشي کړي.

ښاغلي صدیقي که څه هم ونه ویل چې څومره شمېر حکومتي بندیان د طالبانو په بند کې دی، خو ټینګار یې وکړ چې د دې کسانو نه خوشي کول د سولې خبرو پر وړاندې یوازینی خنډ دی.

افغان او پاکستاني چارواکي کابل کې ناسته کوي:

بل لور ته په اسلام اباد کې سرچینو بي بي سي ته ویلي،‌ افغان او پاکستاني چارواکي به راتلونکې اوونۍ په کابل کې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي غونډه کوي.‌

سرچیني وایي،‌ په دې غونډو کې به همدا راز د امنیتي او سوداګرۍ پر موضوعاتو خبرې کېږي.‌

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی دا مهال اسلام اباد کې دی او تمه کېږي‌ چې سبا سې شنبه به پاکستاني چارواکو سره وګوري.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دوشنبه اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ د ملا برادر په مشرۍ دا طالب پلاوی یې د افغان سولې په تړاو د سلا مشورو لپاره ور بللی دی.‌

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي پر طالبانو د پاکستان اغیز ته په کتو هیله مند دي چې دغه سفر وکولی شي د افغان سولې بهیر سره مرسته وکړي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري بي بي سي ته وویل، هیله لري چې اسلام اباد په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.