ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د برېښنایي تذکرو او پاسپورټ وېش پیل شو

افغانستان

د عکس سرچینه، MOfa

د عکس تشریح، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت او د معلوماتو او احصایې ملي ادارې تر منځ د همکارۍ او تفاهم یوه هوکړه لاسلیک شوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې د مېشت افغان کډوالو لپاره یې په رسمي توګه د الیکترونیکي تذکرو او داسې پاسپورټونو وېش پیل کړی، چې ماشین یې لوستلای شي.

د یاد وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د دې لپاره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت او د معلوماتو او احصایې ملي ادارې تر منځ د همکارۍ او تفاهم یوه هوکړه لاسلیک شوې.

په اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکارۍ مرستیال میرویس ناب له قوله ویل شوي، 'دا په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت تثبیت او اوسېدو قانوني کېدو لړ کې یو مهم ګام دی. '

د نوموړي په وینا ایران ته په چنګاښ میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي سفر پر مهال دغه پرېکړه شوې وه.

د شمېرو له مخې په ایران کې له دوه میلیونو او ۴۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ژوند کوي.

له دې مخکې تېره اونۍ د افغانستان د ملې احصایې ادارې ویاندې رویینا شهابي، بي بي سي ته ویلي و، د الکترونیکي تذکرو د ویش په موخه د ایران په مشهد او تهران کې یو شمېر مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د هغې په وینا د یوې نوې تګلارې له مخې به په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې هم مېشت افغانانو ته د تذکرو د ویش لړۍ پیل شي.

افغانستان

د عکس سرچینه، NSIA.GOV.AF

ددغې ادارې د ویاندې په وینا په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د پېژندپاڼو له ستونزې سره مخ دي.

ټاکل شوې وه لومړۍ الکترونیکي تذکره پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورکړل شي، خو هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال کله چې په کال ۱۳۹۲ د جدي په ۱۱ د ثبت احوال نفوس قانون د ولسي جرګې له لورې تصویب شو لاسلیک نه کړ.

له اوږدو ناندریو وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷د ثور پر ۱۳ لومړۍ الکترونیکي پېژند پاڼه تر لاسه کړه، او رسماً یې دغه بهیر پیل کړ.

د دریو کلونو له تېرېدو وروسته تر اوسه حکومت توانیدلی چې ۸۰۰ زره پېژندپاڼې وویشي.

په افغانستان کې لومړنۍ پېژندپاڼه په کال ۱۲۹۸ لمریز کال کې پاچا امان الله خان ته ورکړل شوه.