تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار ولایتي شورا: پر محبس د برید پایله کې سلګونه سیاسي زندانیان تښتېدلي
جلال اباد ښار کې پر ولایتي محبس د یکشنبې ورځې له برید وروسته د افغان امنیتي ځواکونو او داعش اورپکو ترمنځ جګړه ۲۴ ساعته وروسته پای ته رسيدلې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وایي، بريد کې ۱۱ بريدګر او ۲۵ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۵۰ نور ژوبل دي.
ځايي چارواکي وايي د برید پر مهال ډېری تښتېدلي زندانیان بېرته نیول شوي دي، خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړي وايي، د زندان ډېر شمیر سياسي بنديان تښتيدلي دي.
ولایتي سرچیونو ویلي چې له برید وروسته د سلګونو زندانیانو برخلیک لا هم نه دی مالوم او داسې باور کېږي چې په تېښته بریالي شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کموال وایي، د دوی رپوټونه ښیي چې په تښتېدلیو کسانو کې ډېری هغه یې سیاسي زندانیان وو.
خو د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پر فېسبوک پاڼه په محبس کې د زندانیانو شمېر په اړه لیکل شوي:
"د پېښې پر مهال ۱۷۹۳ بندیان محبس کې وو،چې ۱۰۲۵ نفره یې د پولیسو او نورو ځواکونو له لورې د تېښتې پر مهال بېرته نیول شوي ، څلور سوه دیرش نفره په محبس کې بند پاتې بندیان ژوندي ژغورل شوي،یو شمېر بندیان شهیدان او ټپيان شوي هم دي او ځینې یې لادرکه هم دي چې په اړه به یې وروسته مالومات شریک شي ".
داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی. خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، امنیتي ځواکونه به وروسته دا مالومه کړي چې د برید تر شا د کومې ډلې لاس و.
له ۱۱ بریدګرو پرته په نورو ۲۵ وژل شویو کسانو کې ۲۰ عام وګړي، ۳ زندانیان او ۲ امنيتي سرتېري ياد شوي دي.
پر محبس برید څرنګه پیل شو؟
دا نښته یکشنبه ماښام مهال پیل شوه چې یو شمېر وسلوالو موټربم چاودنې سره پر ولایتي محبس برید وکړ.
ویل کېږي چې بریدګرو په پیل کې د محبس پر دروازه موټربم برید وکړ او بیا یو شمېر یې د محبس ودانۍ ته ننوتل. دوی د همدې ودانۍ دننه د امنیتي ځواکونو پر ضد کابو اتلس ساعته مقاومت وکړ.
پر خواله رسنیو د پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې یو تښتېدلی زنداني د امنیتي کسانو لخوا بېرته نیول کېږي.
دغه زنداني وایي، وسلوال محبس ته ور ننوتل او هلته یې بندي کسانو ته وویل چې له زندانه ووځي.
د ننګرهار محبس د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د جلال اباد- تورخم په عمومي سړک پروت دی او ورسره نښتې د محکمې، څارنوالۍ او ترافيکو ولایتي ادارې دي.
دا برید د اختر پر دریمه پر داسې مهال وشو چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د اوربند دریمه ورځ هم وه. خو دې ډلې د برید له پیلېدو سملاسي وروسته په یوه پیغام کې وویل چې دوی پکې لاس نه لري.