تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوګر برید: لس کسان وژل شوي، طالبان وايي په دوی پورې اړوند نه دی
د لوګر ولایت له لوري وروستي رسمي معلومات ښيي چې د دغه ولایت په پل علم ښار کې د پروني موټر بم برید وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی دی. خو ځینې نورې سرچینې بیا وايي، په دغه برید کې تر ۱۵ پورې کسان وژل شوي دي.
د روغتیايي کارکوونکو په وینا له دغه بریده وروسته ۴۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. رپوټونو کې ویل شوي، د برید ډېری قربانیان ملکي خلک دي، چې د یوې کورنۍ څلور غړي هم پکې شامل دي. د چاودنې له کبله له ۴۰ ډېرو دکانونو او شخصي او دولتي ودانیو ته زیان اوښتی دی. په داسې حال کې چې چارواکي د حکومت مخالفان د دې برید عاملین بولي، وسله والو په دوو ځانګړو اعلامیو کې ویلي، دغه برید دوی نه دی کړی او د برید غندنه یې کړې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ارګ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته وینا کې د کندهار او لوګر د تېرې ورځې بریدونه او پکې د ولسي وګړو وژل کېدل غندلي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر ټوېټر لیکلي، د اختر پرمهال دا وحشیانه برید د ترهګرو کار دی، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې د پل علم ښار منځ کې چوولی دی. زموږ د ولس پرضد باید دا بې معنا تاوتریخوالی ختم شي.
ځايي روغتیايي چارواکي وايي، تر ۵۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي، چې ډېری ملکي کسان دي.
د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزي بي بي سي ته وویل، د یو شمېر ناروغانو وضعیت خواشینونکی و او ولایتي روغتون د دومره ډېرو ټپیانو د درملنې ظرفیت نه لري.
د لوګر والي ویاند دیدار لونګ وايي، پېښه له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې اته بجې شوې. د عیني شاهدانو په خبره موټر بم برید د لوګر د پل عالم ښار ازادۍ چوک کې شوی.
دوې ورځې مخکې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې اوربند اعلان کړ، چې د لوی اختر په مناسبت به سبا (جمعه) پیلېږي.
افغان حکومت د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کړی دی.