تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لوګر پر والي ځانمرګي برید نژدې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د لوګر د والي محمد انور اسحاق زي پر موټریز کاروان شوي ځان مرګي برید اته کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.
په کاروان کې له ښاغلي اسحاق زي سره د لوګر ولایت د ملي امنیت مشر هم مل و.
د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي بي بي سي ته وویل چې برید له چاودېدونکو توکو ډک یوه موټر په وسیله شوی چې درې موټر یې هم ویجاړ کړي دي.
په برید کې ښاغلي اسحاق زي ته زیان نه دی اوښتی او له پېښې وروسته یوه خبري غونډه کې څرګند شو او ډاډ یې ورکړ چې ده او د لوګر د ملي امنیت مشر ته کوم زیان نه دی اوښتی.
برید د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د کابل دروازې سره نژدې شوی دی.
د برید مسولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلي یې دي هدف یې د ځانګړو ځواکونو قطار و.
مړه او ټپیان د والي ساتونکي، د ملي امنیت کارکوونکي او ملي پولیس دي.