تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوګر کې ځانمرګي برید یوولس ولسي وګړي ټپیان کړي
د لوګر ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پل عالم کې ځانمرګی برید شوی دی چې له امله یې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د دوی په خبره، د ټپیانو په ډله کې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی چې کابل ته لېږدول شوي دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل، ځانمرګی بریدګر نن سهار نومبر ۲۸مه، شاوخوا لس بجې، د پل عالم ښار د بره کي برک اډې ته څېرمه ځان ته چاودنه ور کړې ده.
د نوموړي په خبره، ځانمرګی پلی و او هدف یې د دغه ولایت د امنیت امر په نښه کول و چې هغه له پېښې روغ رمټ وتلی دی.
د پیښې عیني شاهد اسماعیل نصیب بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان لیدلي دي.
تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو ښاغلي صالح بي بي سي ته وویل، لومړني معلومات یې ښيي چې بریدګر د پل عالم اوسېدونکی او ددغه ولایت د کانونو په انسټیټوټ کې د لومړي کال محصل و.