تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: ټول حکومتي بندیان مو خوشي کړل؛ زموږ لخوا پروسه بشپړه شوه
وسلوالو طالبانو ویلي چې نن پنجشنبه یې د حکومت ۷۹ تنه نور زندانیان هم خوشي کړل. یاده ډله وایي، له دې سره د دې ډلې لخوا ټولټال ۱۰۰۵ تنه حکومت بندیان خوشي، او د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، نن پنجشنبه یې په زابل کې شل تنه، په فراه کې ۱۷ تنه، نیمروز کې ۷ تنه، هرات کې شل کسان او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي زندانیان خوشي کړي دي.
ښاغلي مجاهد وویل، د دوی لخوا د بندیانو د خلاصون بهیر د تېر حمل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیل شوی و او په ۵۴ مراحلو کې نن پنجشنبه بشپړ شو.
وسله والو طالبانو له دې مخکې ویلي و، د ښه نیت ښودلو له مخې د اختر تر ورځې به د افغان حکومت پاتې بندیان خوشي کړي، خو له مقابل لوري یې هم غوښتنه دا ده چې د دوحې د تړون له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ کړي او تر اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، په قطر کې له امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې، غواړي د افغان حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ کړي.
بل لور ته د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه چې ښاغلی عبدالله هم حاضر وو د اوربند غځولو او یا تاوتریخوالي کمولو ، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو او د زندانیانو د تبادلې په اړه خبرې شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي ښاغلي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د ده د وروستیو خبرو په اړه ولسمشر غني ته مالومات ورکړل.
له دې کتنې وړاندې زلمي خلیلزاد له ښاغلي عبدالله سره هم کتلي .
په دې لیدنه کې چې د امریکا شارژدافېر هم و، پر اوربند او د زندانیانو د تبادلي بهیر پر بشپړولو خبرې شوي دي.
ښاغلي عبدالله له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې له خبرو وړاندې تاوتریخوالی کم شي.
د افغان حکومت د زندانیانو د خوشې کولو بهیر بشپړلو په اړه د سهیل شاهین له دې څرګندونو مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، سولې ته ژمن دي، خو د طالبانو نژدې ۶۰۰ بندیان نه خوشي کوي.
دا ځکه چې د ښاغلي صدیقي په وینا "د خلاصون لپاره یې د افغانستان ملي ګتې اجازه نه ورکوي. خو که طالبان اوربند وغځوي، خبرې پیل شي نو ضرور نه ده چې ټول بندیان له ځان سره وساتو، خو یوه باریکي شته دا پاتې بندیان دومره سختې جرمي دوسیې لري چې زموږ عدلي او قضايي سیستم دا اجازه نه ورکوي چې خوشي شي."
ښاغلي صدیقي ویلي، طالبانو زموږ یوازې ۲۶۱ امنیتي او دفاعي اسیران خوشي کړي نور چې خوشي شوي هغه ټول ملکیان دي.
خو وړاندې افغان ولسمشر ویلي وو، د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کېدو بهیر به ژر بشپړ شي.
وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالي وزیر اسدالله خالد ویلي وو، ځینې خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي او ځینې یې ان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
خو طالبان وايي خپلو خوشي شویو بندیانو ته یې سپارښتنه کړې چې د جګړې کرښو ته ولاړ نه شي او پخپلو کورونو کې پاتې شي.
طالبان په داسې حال کې دا اعلان کوي چې په افغانستان کې ډېرېدونکی تاوتریخوالی او د بندیانو د خلاصون پر سر اختلافونه د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیلېدو یا ځنډېدو لامل شوی.
افغان حکومت او طالبان دواړه د تاوتریخوالي د ډېرېدو او د سولې بهیر ته د خنډونو جوړولو پړه پر یو بل ور اچوي.