طالبان: که له نوملړ سره سم زموږ بندیان خوشي نه شي بین الافغاني خبرې هم نه پیلېږي

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي

طالبانو له امریکا غوښتي چې د بندیانو د خلاصون لپاره په افغان حکومت فشار واچوي او خبرداری یې ورکړی دی که یې د بندیانو له لېست سره سم ټول بندیان نه پرېښودل شي بین الافغاني خبرې نه پیلیږي.

طالبانو دا ګواښ له هغه وروسته وکړ چې افغان حکومت اعلان وکړ د طالبانو شپږ سوه بندیان د حکومت په ټکو د هغوی د دوسیو له امله نه پرېږدي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي مولوي شهاب الدین دلاور، ویاند سهیل شاهین او د دې د فتر نورو غړو پرون( د جولای ۷) برتانیا او اروپا کې میشتو یو شمېر افغانانو او خبریالانو سره ویډیويي غونډه کې دا خبرې کړې دي.

ښاغلي دلاور افغان حکومت تورن کړ چې د خپل منځي اختلافونو له امله غواړي بین الافغاني خبرې وځنډوي.

تردې دمه افغان حکومت د طالبانو له څلورو زرو او دې ډلې له اوو سوو زیات حکومتي بندیان خوشي کړي دي.

دغه ویډیویي غونډه چې تر ډېره د سولې په خبرو راغونډه وه برخه والو پکې افغانستان کې د داعش، اوربند، د مېرمنو د حقونو، کار او زدکړو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، د بندیانو خوشي کول له امریکایانو سره د تړون برخه ده او له امریکا غواړي چې په دې لړ کې خپل فشار واچوي.

ده وویل، د خبرو، اوربند او ټولو اړوند مسلو په اړه امریکایانو سره شوي تړون کې چوکاټ روښان دی.

غونډې ته وویل شول چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په نامستقیم ډول په دې موافقه شوې ده چې د خبرو پیل به له قطر نه کېږي بیا به د بین الافغاني خبرو نور پړاوونه په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي مولوي شهاب الدین دلاور افغان حکومت تورن کړ چې خبرې ځنډول غواړي.

ده وویل طالبان په خپلو ژمنو او تړون ولاړ دي او عملي کوي یې او د همدې تړون پربنسټ به ټول امریکايي پوځیان له افغانستان وځي.

وړمه ورځ په کابل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې په اړه د اجماع رامنځ ته کولو نړیوال ویډيويي کانفرانس کې ویلي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي د سولې پروسه له جدي ننګونو سره مخامخ کېدی شي.

د بي بي سي دې پوښتنې ته چې طالبانو په مسکو، دوحه او نور ځایونو کې افغانستان نه ورغلو پلاوو کې شاملې مېرمنې منلې ایا د دې هم امکان ویني چې یو وخت خپله له طالبانو هم په مذاکراتي پلاوي کې مېرمنې شاملې وي؟

سهیل شاهین وویل چې په دې تړاو د هغوی تګلاره واضح ده او هغه دا چې د مېرمنو کار او زدکړې سره مخالفت نه لري، په دې شرط چې اسلامي حجاب پکې مراعت شي.

ده زیاته کړه تر کومه چې په خبرو کې د دوی له خوا د مېرمنو د شاملولو خبره ده، نو په دې اړه به د طالبانو د مشرتابه د لزوم دید سره سم تصمیم نیول کېږي.

دا ویډیويي غونډه، چې د برتانیا او اروپا له بېلابېلو ښارونو یو شمېر افغانانو پکې برخه درلوده د خپل ډول لومړنۍ هغه وه چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي پکې د سولې، مذاکراتو، اوربند، د طالبانو په مشرتابه کې د مسلکي کسانو شتون اونورو موضع ګانو په اړه په مخامخ ډول غږیږي او له هغوی نه په دې او نورو موضع ګانو د وړاندیزونو او سپارښتنو غوښتنه کوي.

خو دا به وخت ثابتوي چې دا به څومره د هغوی په تګلارو کې منعکس کېږي.