تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد کابل ته رسېدلی او له عبدالله سره پر افغان سوله غږېدلی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی او د ملي مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي. تمه ده چې ښاغلی خلیلزاد به د سولې پروسې د پرمختګونو په برخه کې له پخوا روښانه تصویر وړاندې کړي.
اوس مهال افغان حکومت او طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی چې دا ګام د نړیوالې ټولنې له هرکلي سره مخ شوی دی.
له دې مخکې د راتلونکي لوی اختر درېیو ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ تر اوربند اعلانېدا وروسته، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند هرکلی وکړ او وايي، زموږ هیله دا ده چې ټول افغانان یو او بل ته دوه اړخیز درناوی ولري او تلپاتې سولې ته سره نژدې شي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، د لوی اختر په تړاو جنرال مېلر، افغانستان کې د امریکا سفیر وېلسن او دی زلمی خلیلزاد افغانانو ته د سوله ییزې رخصتۍ هیله لري.
نوموړی وايي، د طالبانو او افغان حکومت له خوا د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلی کوي او هیله یې دا ده چې افغان امنیتي ځواکونه خپل خدمت ته دوام ورکړي.
طالبانو پرون (سه شنبه، جولای ۲۸مه) پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د لوی اختر په دریو ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ برید ونکړي، خو که پر دوی برید وشو نو بیا دې کلک ځواب ورکړي. د طالبانو له دې اعلان لږ ساعت وروسته افغان حکومت هم له خپل لوري د اختر دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي:
"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي ".
ولسمشر غني پر افغان امنیتي ځواکونو غږ کړی چې تر هغې چې د طالبانو لخوا اوربند نه وي مات شوی، امنیتي ځواکونه دې د دې ډلې پر ضد عملیات نه کوي.
د اوربند په تړاو د طالبانو اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې هېوادوال د لوی اختر ورځې په ارامه فضا کې کې تېرې کړي.
دې ډلې همدا راز پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د اختر شپو ورځو کې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته لاړ نشي، او زیاتوي چې حکومتي کسان هم اجازه نه لري چې د دوی سیمو ته ورشي.
د ملي مصالحې د عالي شورا غبرګون
د ملي مصالحې عالي شورا د طالبانو لخوا د اختر ورځو کې د اوربند اعلانېدا هرکلی کړی او وايي چې "افغانان له جګړو او تاوتریخوالي ستړي شوي دي. دا اعلان د ټولو افغانانو لپاره ښه خبر دی او د سولې په پروسې د خلکو ملاتړ ډېروي."
دغې شورا له افغان حکومت هم غوښتي، چې د اوربند په اعلانولو د افغانانو لپاره د خوښۍ او ارامۍ فضا برابره کړي او هیله یې دا ده چې له دې اوربند وروسته "سم لاسي بین الافغاني خبرې پیل شي او دواړه لوري په افغانستان کې د یوه اوږدمهاله اوربند اعلان وکړي."
"پاتې طالب زندانیان به ژر خوشي شي"
بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (جولای ۲۸) په کابل کې د لوړ پوړو چاوراکو څلورمې غونډې ته وینا کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د ټولو ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کیدو بهیر بشپړ شی.
ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې له دې سره په یوه اونۍ کې د سولې بل پړاو یانې خپل منځي خبرو ته چمتو شي.
د یادونې ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تېره پنجشنبه وویل، که تر لوی اختر پورې حکومت د دوی پاتې څو سوه بندیان خوشي، کړي، نو دا ډله د خپلمنځي خبرو پیلولو ته چمتو ده.
خو افغان چارواکو هغه مهال ویلي و، هغه نږدې شپږ سوه طالب بندیان نه خوشي کوي چې د دوی په خبره، جرمي دوسیې لري.
د افغان دولت په نننۍ غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه د سولې او ملي پراختیا ۵ کلن پروګرام له نړیوالې ټولنې سره شریک کړ.
په پام کې ده چې دا طرحه د نومبر په میاشت کې د جینيوا په غونډه کې هم رسماً له نړیوالو مشرانو سره شریکه شي.
له طالبانو سره خبرې، د سولې بهیر څرنګوالی، له فساد سره مبارزه او د افغانستان پراختیا د دې طرحې عمده ټکي دي.
د طالبانو د مشر اختریز پیغام
د اوربند له اعلانه وړاندې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د سې شنبې په ورځ د لوی اختر پیغام کې پر امریکا غږ کړی چې د دې ډلې او واشنګټن د دوحې تړون پلي کولو کې باید له ډېر جدیت، چټکتیا او تدبیره کار واخلي.
د ښاغلي هبت الله په خبره، طالبان له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمنتیا لري:
"خو د امریکا د حکومت اړوند ملکي او پوځي ارګانونه او متحدین يې باید دې تړون ته په ژمنتیا سره، په ناموجهو څرګندونو او تبلیغاتو د امریکا د دې اوږدې جګړې ختمولو په لار کې موانع ایجاد نه کړي."
د طالبانو او امریکا د تړون یوه مهمه برخه د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدل دي چې لا هم نه دي پیل شوې.
ملا هبت الله خپل پیغام کې وايي، د دې خبرو لپاره یې ډلې خپل مسئولیت ادا کړی دی.
د نوموړي په خبره، "اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي".
نوموړي له کورنیو ښکېلو لورو غوښتي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو په مخ کې خنډونه "سملاسي" لرې کړي.
د بندیانو خلاصون کې پر ځنډ نیوکه
د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې، د پنځو زرو طالب او زرو حکومتي بندیانو خلاصون پسې دا خبرې پیلېږي.
خو د ملا هبت الله اخوند پیغام کې د بندیانو د خلاصون ځنډېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دا لس ورځنۍ پروسه څو میاشتو ته وغځول شوه.
د بندیانو خوشي کولو کې بیا بیا ځنډ سره افغان حکومت څلور زره او څه باندې څلور سوه طالب بندیان خوشي کړي او مقابل کې دې ډلې هم تر اتو سوو بندیان خوشي کړي دي.
پر چاپو او بمبار نیوکه
د ملا هبت الله اخوند پیغام کې په تور نوملړ کې د طالبانو د نومونو په خپل حال پاتېدو، بمبار، چاپو او توغندیزو بریدونو نیوکه شوې:
"لا هم د تورو لستونو په خپل حال پاته کېدل، وخت په وخت ړوند، بمبار، چاپې او توغندیز بریدونه کول او بیا په ناموجهو دلایلو توجیه کول د هیچا په ګټه نه دي او نه هم دا ډول حرکات نور د جنګ په ګټلو کې رول لري؛ بلکې برعکس ستونزې زېږوي، په دې اړه هم باید امریکا او هم نوره نړیواله ټولنه جدي واوسي او نور مشکلاتو ته د پای ټکی کېږدي. "
د طالبانو او امریکا له تړون راهیسې واشنګټن د دې ډلې پرضد بریدونه خورا ډېر کم کړي دي، خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر تازه ټویټ کې وايي، چې د افغان ملګرو دفاع ته ژمن دي.
" امریکا په خپل هوډ کې ژمنه ده چې د ناټو پرېکند ماموریت له لارې د افغان ځواکونو اوږد مهاله بنیادي وړتیا تامین کړي. موږ د خپل افغان شریکانو ملاتړ ته د امریکا او طالبانو تړون پر بنسټ دوام ورکوو او د هغوی تر شا ولاړ یو."
د امریکا پوځ د وتلو هرکلی
د طالبانو مشر خپل اختریز پیغام کې د دې هرکلی کړی چې امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو اېستل پیل کړي:
"له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین يې له افغانستان خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل وباسي. "
د امریکا او طالبانو د هوکړې د متن له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي.
د دې تړون له مخې امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې د خپلو ۱۲ زرو سرتېرو شمېر کموي او ۸۶۰۰ ته یې ټیټوي.
په ځواب کې طالبان نور له بهرنیانو سره کار نه لري، خو د افغان دولتي ځواکونو پر ضد به یې بریدونه دوام وکړي.
د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي پر امریکا غږ کړی و چې له دې ډلې سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي.
ملا هبت الله اخونزاده په خبره، د دې تړون ریښتوني پلي کېدل د ټولو اړخونو په ګټه دي.