خلیلزاد ته د ایران ځواب: "د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوو"

په کابل کې د ایران سفارت د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه څرګندونې رد کړې دي چې په دې بهیر کې د ایران د رول په اړه یې کړې وې. د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې دا هېواد د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ښاغلي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې په امریکا کې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان له سفیرانو سره په یوه ویډیویي ناسته کې ویلي وو، د افغان سولې بهیر کې یو لوی خنډ دا دی چې ایران د دې هلو ځلو کافي ملاتړ نه کوي.

خو په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې "یوه تېروتنه " بللې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ایران په افغانستان کې د دسې سولې او ثبات غوښتونکی دی چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پایله کې رامنځته شي.

د ایراني سفارت خبرپاڼه کې همدا راز له امریکایي چارواکو غوښتنه شوې ده چې د سیمې او افغانستان په اړه د ایراني چارواکو پر دریځ له تبصرې مخکې باید لومړی دا دریځ په سمه توګه ولولي.

زلمي خلیلزاد د ایران په اړه څه ویلي وو؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره جمعه ویلي وو، ایران د افغان سولې بهیر بشپړ ملاتړ نه کوي او تهران په دې هڅه کې دی چې افغانستان کې له سولې راتلو پرته امریکا له دې هېواده ووځي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې واشنګټن کې د سولې لپاره د امریکا د مؤسسې په مټ یوه آنلاین غونډه کې کړې وې، چې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان سفیرانو ګډون پکې درلود.

ده وویل، ایران د بین الافغاني خبرو د بهیر او په دې هېواد کې د ټیکاو راتلو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیا له کبله هرکلی نه دی کړی.

ښاغلي خلیلزاد د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس عراقچي وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي وو، چې ایران د افغانستان د سولې د بهیر او همدارنګه په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو له حضوره ناخوښ دی.

ښاغلي عراقچي کابل ته د سفر پر مهال طلوع نیوز ټلویزیون ته ویلي وو:

"تهران د افغانستان سولې بهیر کې د امریکا پر نیت شک لري، خو په افغانستان کې د سولې مخالف نه دی، موږ له طالبانو سره د امریکا معاملې اندېښمن کړي یو."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ټینګار دا و چې افغانستان کې د سولې بهیر له بېلابېلو خواوو سره په خبرو پیل شي، خو بېل نور عوامل شته چې ایران له طالبانو سره د امریکا د سولې د پروګرام په اړه نهیلی دی.

خلیلزاد ویلي، د عراقچي وروستۍ څرګندونې ددې ښکارندویې دي چې ایران غواړي امریکا په افغانستان کې د سولې له راتګ پرته له دې هېواده ووځي، چې دا په افغانستان کې د جګړې د دوام په معنا ده.

خلیلزاد وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پربنسټ، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل مشروط دي او د وتلو لپاره یې مهالوېش په پام کې نیول شوی دی.

هغه وویل، د امریکايي ځواکونو د وتلو لومړی پړاو بشپړ شوی او امریکا د دویم پړاو بشپړولو لپاره په تمه ده چې طالبان پر خپلو ژمنو درېږي او که نه.

امریکا او طالبانو د تېر ۱۳۹۸ کال کب پر لسمه قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې د طالبانو او افغان حکومت د شپږو زرو بندیانو خوشي کېدل او د بین الافغاني خبرو پیلېدل یې یوه برخه وه.