د خلیلزاد وروستي سفر کې پر اقتصادي موضوعاتو تمرکز؛ امریکا څه ترلاسه کول غواړي؟

    • Author, مشتاق رحیم
    • دنده, د سولې او سیاسي چارو شنونکی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له یوې لنډې دمې وروسته د جون میاشت په وروستیو کې سیمې ته سفر وکړ.‌ نوموړي په دې سفر کې د طالبانو او افغان حکومت ترڅنګ د مرکزي آسیا، قطر او پاکستاني چارواکو سره هم سلا مشورې وکړې.

د بحثونو په لړ کې د سولې اړوند د معمول خبرو اترو ترڅنګ یوه موضوع چې تر ډیره بریده نوې او متبارزه وه هغه پس له سولې افغانستان لپاره د اقتصادي برنامې او سیمه ییزه اقتصادي همکاري وه.

که څه هم امریکا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته راتګ څخه را وروسته په سیمه ییزه اقتصادي همکارۍ ډیر کار کړی، خو د سولې په روان بهیر کې ښايي دا لومړی ځل وي چې په دې اړه دومره څرګند، پراخه او ټولو اړخونو سره بحث کیږي.

په داسې حال کې چې امریکا د طالبانو سره د سولې د بهیر د پیل تړون کې له افغانستان څخه د وتلو ژمنه کړې، د اقتصادي پراختیا او همکارۍ بحثونه افغانستان او سیمې لپاره ډیر پراخ پیغامونه لري.

زلمي خلیلزاد د خپل سفر د دوحې برخې په پای کې خبر ورکړ چې د قطري مشرانو سره یې پس له سولې افغانستان کې د همفکره ملګرو هیوادونو سره په شریکه پر پراختیايي پروژو د کار په اړه بحث کړی.

د خلیلزاد دا خبره د شخړې افغان اړخونو ته دا څرګند پیغام لري چې که د سولې بهیر په بریالۍ توګه مخ ته لاړ شي نو امریکا چمتو ده چې د کشالې اړخونو ته د سولې عوض (Peace Dividend) ورکړي.

د عصري شخړو په تاریخ کې د سولې عوض ورکول یو معمول دی او ډیری وخت د سیاسي او اقتصادي ملاتړ بڼه لري.

له دې سره هم مهاله، د زلمي‌ خلیلزاد په څرګندونو کې دا پیغام هم نغښتی چې امریکا به لکه د نویمې لسیزې، پس له سولې افغانستان یوازې نه پریږدي او دې هیواد سره به مرسته کوي چې د پایداره سولې پر مټ هر اړخیز ټیکاو ته ورسیږي.

دا په ټوله کې د امریکا لخوا د افغان اړخونو د باورنو د ګټلو او هغوی ته د یو همکار هیواد په توګه ځان ورپیژندلو یوه جدي هڅه ده.

د مرکزي اسیا هېوادونو ته د خلیلزاد پیغام:

بله خوا زلمي خلیلزاد مرکزي آسیا ته هم باور ورکولو هڅه کوي چې ګواکې د دوی هغه جیو ستراتیژیکو ژمنو ته چې دغه سیمه د روسیې له انحصار او د چین پراخیدونکي اغیزه خلاصوي لا پرځای ده.

په ۲۰۰۱ کال کې سیمې ته د راتګ څخه امریکا په دې تکل کې ده چې د مرکزي آسیا اقتصاد د افغانستان له لارې سویلي آسیا سره وتړي.

په دې تکل کې امریکا یوه خوا د وریښمو نوې لار، کاسا۱۰۰۰ او ټاپي په شان پروژو ابتکار په کار اچولی او بله خوا یې د لاجوردو د لارې په مرسته د سیمې سوداګرۍ د شبکې جوړیدو د هڅو ملاتړ کړی.

د دې تکل یوه بله ستراتیژیکه موخه دا هم ده چې ایران لپاره په سویلي آسیا کې د انرژۍ په بازار کې سیالان پیدا کړي.

خو په دې ستراتیژۍ تراوسه امریکا د دوه دلیلونو له کبله هغه ډول چې لازمه ده عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

لومړی دا چې واشنګټن نه غوښتل مسکو سره په دې اړه تقابل کې ولویږي او خپلې چارې یې سوکه سوکه مخ ته وړلې.

له بلې خوا دغه ډول برنامو سترې مالي پانګې ته اړتیا درلوده. امریکا یوازې د هغو پروژو مالي ملاتړ کوي چې د دې امکان ولري چې پانګه یې د امریکايي شرکتونو په مرسته بیرته کور ته راشي او یا هم مرسته اخیستونکي هیواد کې خوندي پاتې شي.

واشګنټن په دغه پروژو کې دا دواړه ګټې نه لیدې چې له امله یې ورباندې ګړندي کار څخه ډډه کوله.

له همدې کبله امریکا انتظار و ایست چې د منځنۍ آسیا هیوادونو سره په کراره مخ ته تګ سره داسې وخت ته تم شي چې دا هیوادونه پخپله چمتو شي چې د سیمه ییز اتصال پروژو خرڅ ورکړي.

مرکزي آسیا د شوروي اتحاد د ماتیدو څخه را وروسته، او په ځانګړې توګه سیمې ته د امریکا له راتګ راهیسې د خپل داخلي امنیت لپاره تل په امریکا تکیه کړې ده.

امریکا او منځنۍ آسیا د دغه همکاریو لپاره د سي پنځه جمع یو (C5+1) چوکاټ هم را منځ ته کړی.

منځنۍ آسیا په افغانستان کې را ټوکیدونکیو توند لارو خوځښتونو نه جدي ویره لري او له دې کبله په افغانستان کې هرې هغې ډلې سره همغږۍ او ګډ کار ته چمتو ده چې نړیوالو قوانینو ته درناوی کوي.

دا چې د افغانستان د سولې بهیر د بري او ناکامۍ ترمنځ غځیدلې نرۍ کرښه باندې مزل کوي، امریکا منځني آسیا ته پیغام ورکوي چې که د سولې روان بهیر سره مرسته وکړي نو په اوږد مهال کې د هغوی امنیت ته پیښ ګواښونه له منځه ځي، د روس انحصار څخه د خلاصون لار یې پیدا کیږي او د سویلي آسیا سره یې اقتصادي اړیکو له لارې د پراختیا مزل ګړندی کېږي.

پر اقتصادي برنامو د امریکا د تمرکز یو پیغام دا هم دی چې که څه هم امریکا ژمنه کړې چې له نظامي اړخه سیمه پریږدي، واشګنټن حاضر نه دی چې په اوږد مهال کې له سیمې څخه ووځي.

دا چې امریکا په سیمه کې پراخه سیمه ییزې اقتصادي موخې لري، دغه هیواد ته اړینه ده چې خپل نرم ځواک د نظامي ځواک ځایناستی وګرځوي او له دې لارې خپلې سیمه ییزې موخې وپالي.

د امریکا دا تګلاره د سیمې ځینې هېوادونه وارخطا شي:

د اوس لپاره د زلمي خلیلزاد خبرې تر ډیره بریده د افغان سولې په اډانه کې د نویو ستراتیژیکو لیدلورو په اړه د بحث او فکر دروازې خلاصول دي.

ښايي نوموړی غواړي وګوري چې د دغه ډول بحثونو په اړه د مسکو او بیجنګ او تر یو بریده د تهران غبرګون به څه وي.

د افغان سولې په اډانه کې د اوږد مهاله اقتصادي ستراتیژیو را برسیره کول افغان سولې ته که له یوې خوا د بري نوی فرصت برابروي نو له بلې خوا ورته جدي ننګونې هم زیږوي.

د واشنګټن په سیمه کې اقتصادي مانورونو که روسیه را پارولې ده نو لرې به نه وي چې چین هم میدان ته را ودانګي او ایران هم اړ شي چې خپل محدود رول ولوبوي.

که دغه هیوادونه د افغان سولې سره د مرستې پر ځای د خپلو سیمه ییزو ګټو په تکل کې تخریب باندې لاس پورې کړي نو شونې ده چې افغان سوله خطر سره مخ شي.

خو که چیرته امریکا وتوانیږي چې افغان سوله د سیمې زبرځواکونو له منفي اغیز څخه لرې وساتي نو نه یوازې دا چې د سولې روان بهیر په بري سره پای ته ورسیږي بلکې د افغانستان اوږد مهاله اقتصادي پراختیا به هم ورسره خوندي شي.

د لیکوال په اړه:

مشتاق رحیم د شخړو، سولې، امنیت او سیمه ایزو چارو کارپوه، لیکوال او څیړونکی دی. نوموړی پر ټویټر @mushtaq_rahim په پته موندلی شئ.