له طالبانو سره تر خبرو وروسته عباس عراقچي کابل ته تللی

    • Author, زلمی اشنا
    • دنده, بي بي سي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي، چې تېره اوونۍ یې له طالب پلاوي سره په تهران کې کتلي او خبرې کړې، نن 'شنبه جنورۍ پنځمه ' افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ښاغلي عراقچي له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او د دواړو دولتونو تر منځ د هراړخیزو اړیکو د ارزښت، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او په ایران کې له چابهار بندره د غوره ګټه اخیستنې د څرنګوالي په اړه یې خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات مرستیال عباس عراقچي کابل ته د سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د ایراني چارواکو د وروستۍ ليدنې په اړه، ولسمشر محمد اشرف غني ته مالومات ورکړل او د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت، د سولې بهیر د دوام لپاره یې د هغه هېواد د ژمن پاتې کېدو ډاډ ورکړی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، ښاغلي عراقچي په کابل کې د دغه وزارت له مرستیال وزیر ادریس زمان سره کتلي او ټاکل شوې چې له اجرایيه مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره هم وویني.

تېره اوونۍ د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکو، تهران ته د طالبانو د پلاوی د سفر او افغان سولې بهیر سره د مرستې خبره وکړه.

په تېرو لسو ورځو کې، د ایران لوړپورړو چارواکو دوه ځله کابل ته سفرونه کړي. تېره اوونۍ د ایران ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني هم کابل ته تللی و او د افغانستان د ملي امنیت شورا له مشر حمد الله محب سره د لیدنې پر مهال یې، طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه مالومات ورکړل.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړي او په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د پخواني استازي عبدالحکیم مجاهد د افغان سولې په خبرو کې د ایران رول مهم ګڼي:

''زما په باور ایران د سیمې یو مهم لوبغاړی دی. یوه لور ته له پخوا راهیسې له طالبانو سره اړیکي لري او له بله پلوه په سیمه کې هم اغېز لري، نو که د سیمې هېوادونو د سیمه ییزې اجماع په صورت کې د سولې لپاره همغږې چارې پیل شي، زما په باور دې کې به د افغانستان لپاره خیر وي، د سیمې لپاره به خیر راوړي او پایله کې به یوه تل پاتې سوله راشي. ''

طالبانو ایران ته د خپل پلاوي سفر منلی و او دا یې د خپلو سیمه ییزو سفرونو له جملې یاد کړی و.

څه موده وړاندې طالب او امریکايي استازو ابوظبۍ کې مخامخې خبرې وکړې. دغه ناسته کې د پاکستان، سعودي او متحده عرب امارات هېوادونو استازو هم ګډون کړی و، خو طالبانو په تېرو څو ورځو کې د خبرپاڼو په خپرولو سره، له افغان مرکچي پلاوي سره، د خبرو کول رد کړي دي.

ټاکل شوې طالبان په نژدې راتلونکې کې جده کې هم د سولې په اړه یوه غونډه کې برخه واخلي.