له افغانستانه د هندوانو او سیکانو وتل؛ څوک خپه دي، څوک خوشحال؟

د یکشنبې پر ورځ د جولای میاشتې پر ۲۶مه نېټه د افغان سیکانو یوه ۱۱ کسیزه ډله هند کې د سیاسي پناه ترلاسه کولو وروسته له کابله نوي ډیلي ته ورسېدله. دا هغه کسان وو چې د کورنۍ غړي یې کابل کې د سیکانو پر عبادتځي په وروستي برید کې وژل شوي وو. د نوي ډیلي په هوایي ډګر کې هندي چارواکو د دې کسانو تود هرکلی وکړ.

ګڼ شمېر افغانانو او هندي وګړو پر خواله رسنیو هند ته د دې کسانو تګ ته غبرګون ښودلی. هندیانو دوی ته هرکلی ویلی، خو ګڼ شمېر افغانانو بیا د دوی پر تګ خپګان ښکاره کړی.

د خواله رسنیو هندي کاروونکي استدلال کوي چې په افغانستان کې د دې وګړو ژوند په خطر کې و او ښه ده چې دوی له دې هېواده ووځي او نورو هېوادونو کې د ارام ساه واخلي او د عزت ژوند وکړي.

خو افغانانو بیا له خپل هېواده د دې وګړو پر تګ خپګان ښودلی، دا یې د ځان او افغان حکومت لپاره یو شرم بللی او هیله یې ښودلې چې یوه ورځ به دا "افغانان " وکړای شي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د افغان حکومت غبرګون څه دی؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، د هند حکومت د خپل پارلمان د پرېکړې پر اساس یو شمېر افغان سیک او هند وګړو ته د ځانګړو ویزو ورکولو پرېکړه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا د هند د حکومت خپله کورنۍ موضوع ده او طبعاً چې په دې لړ کې له افغان حکومت سره کومه سلا مشوره نه ده شوې.

یاد وزارت همدا راز زیاتوي، د قانون له مخې هر افغان وګړی د ازاد سفر اجازه لري، او تر هغې چې محکمې یو څوک بهر ته له سفره نه وي منع کړی، افغان حکومت هېڅوک بل هېواد ته له تللو نشي راګرځولی.

بل لور ته طالبانو هم له افغاستانه د یو شمېر هندو او سیک وګړو پر وتلو خپګان ښودلی او وایي، دا ډله په افغانستان کې د ټولو وګړو امنیت ساتلو او حقونو ته ژمنه ده.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنترول لاندې دي د اقلیتونو حقونه خوندي دي، او کابل کې د سیکانو پر عبادتځي برید د داعش ډلې کار و چې طالبان یې غندي.

ښاغلي مجاهد همدا راز وویل، طالبانو په پکتیا کې د سیکانو د یوه مشر د تښتولو قضیه هم څارله او دې لړ کې یې خپلې هلې ځلې وکړې.

دا کسان ولې اړ شول چې هند ته لاړ شي؟

د هغې ډلې سیکانو او هندوانو چې پرون له کابله نوي ډیلي ته ورسیدل ځینې د هغې پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړي وو چې څو میاشتې وړاندې په کابل کې د سیکانو پر عبادتځی ( ګوردواره) برید کې ووژل شول.

د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر ګوردواره دا برید پر سکانو وروستی او تر ټولو خونړی هغه وو. دې بریدکې ۲۶ تنه ووژل شول او اته تنه نور تپيان شول.

دې برید چې مسؤلیت یې داعش ډلې منلی و پراخ غبرګونونه پارولي وو او په لویه کچه وغندل شو.

اوس هند د خپل پارلمان د یوې تازه پرېکړې پر بنسټ غواړي هغو شاوخوا ۷۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته د اوږدې مودې ویزې ورکړي چې افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او غواړي هند ته ولاړ شي.

د دوی لومړۍ ۱۱ کسیزه ډله پرون هند ته ورسېدله.

دې ډله کې د هندوانو هغه مشر هم وو چې څه موده وړاندې په پکتیا ولایت کې وسله والو تښتولی وو.

افغانانو پر خواله رسنیو څه ډول غبرګونونه ښودلي؟

قاضي محمد ناصري د افغان سیکانو او هندوانو تګ ته له سخت دریځۍ سره تړاو ورکړی او پر فیسبوک یې لیکلي تر هغه چې افراطیت وي هیڅوک به پاتې نه شي.

ممتاز شیرزي د دوی پرتګ خپګان ښودلی او وايي دوی د افغانستان دي او حق یې دی چې افغانستان کې یې ځان، ناموس او مال خوندي وي.

روان خوستی په دې نظر دی چې دوی د ځمکو د غاصبینو له لاسه اړ شول چې له افغانستانه ووځي.

حمیدالله امید بیا وايي له افغانستانه د هندوانو او سکانو په تګ سره د افغان ټولنې رنګ تت کیږي او هغه رنګارنګي او تنوع له لاسه ورکوي چې د دوی په شتون کې یې لري.

میر عثمان لیکلي دوی نژدې دېرش کاله زور زیاتی وزغامه او په تګ یې له زړه خپه دی، دی وايي له څېرو یې ښکاري چې وطن پسې خفه دي.

عبدالله یادګار پر ټویټر لیکلي چې له افغانستانه د هندوانو او سکانو د دې ډلې د وتلو شېبه ډېره سخته ده او کاشکې موږ دوی افغانستان کې پاتې کولی شوای.

ثواب الدین مخکښ ویلي زموږ له بدنه یوه بله ټوټه جلا شوه.

هغه پر ټویټر لیکلي هغوی چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي تل افغان سیک کورنۍ په نښه کړي او هند د ټولو افغانانو دویم کور دی.

د هندي وګړو او رسنیو غبرګونونه څه دي؟

ګیتا موهن پر ټویټر لیکلي چې افغان سیکان او هندوان د ترهګرو د بهرنیو ملاتړو په غوښتنه د ګواښ له امله افغانستان پریږدي.

هارمیت دیلن د هند له حکومته مننه کړې او لیکي چې ډېره دردوونکې ده چې په افغانستان کې د څو نسله ژوند کولو وروسته افغان سیکان او هندوان له دغه هېواد د ترهګرو له لاسه وتلو ته اړ کیږي.

هندي رسنیو له افغانستانه د سیکانو او هندوانو د لومړۍ وتلو ته پراخ خبري پوښښ ورکړی.

له دې ډلې هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي د هند حکومت وروسته له هغه لاس په کار شو او چټک ګامونه یې واخیستل چې افغانستان کې د لږکیو د امنیت او د هغوی د بشري حقونو په اړه د ګواښونو په اړه خواشینوونکي رپوټونه ورکړل شول.

افغان سیکان او هندوان افغانستان کې د تېرو څو لسیز جګړو پرمهال ډېر کړاو ګاللی.

دوی ته وروسته له هغه دروند مالي زیان واوښت او د دوی د وینا له مخې جایدادونه یې غصب شول کله چې په ۱۹۹۲ کال کې د پخواني ولسمشر نجیب الله واکمني پای ته ورسیده او د مجاهدینو ډلې حاکمې شوې.