تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د هندوانو او سیکانو عبادتځي بیا رغول کېږي
د افغانستان مالیې وزارت، د هندو او سک مذهبه لږکیو د اتو عبادت ځایونو د بیارغونې لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د افغانستان مالیې وزارت وايي دا لومړی ځل دی چې په ملي بودیجه کې د هندوانو او سکانو د عبادت ځایونو د بیارغاونې لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.
ددغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي بي بي سي ته وویل، د تېرکال په مالي بودیجه کې یوازې دوه میلیونه افغانۍ د هندو او سیک مذهبو لږکیو د عبادت ځایونو د بیارغونې لپاره ځانګړې شوې وې:
"ددغه پیسو د لګښت هدف ددوی خپلو لومړیتوبونو پر اساس د مذهبي ځاینو بیا جوړول دي چې دا په بېلابېلو ولایتونو کې دي. د پوهنې، لوړو زدکړو وزارتونو او نورو ادارو له خوا هم دوی یوشان خدمات وړاندې کیږي. موږ پوهېږو چې دا پیسې یې اړتیا ته بسنه نه کوي، خو د اوس لپاره ښه اقدام دی. موږ کوښښ کوو چې دا ډول مواردو ته ډېره رسیدګي وکړو، ښايي راتلونکو کلونو کې دغه بودیجه زیاته شي."
په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو هغه عبادت ځایونه چې په پام کې ده ورغول شي په کابل، پکتیا، ننګرهار، غزني او خوست ولایتونو کې دي. په یادو ولایتونو کې له سلګونو کلونو راهیسې هندوان او سیکان اوسېږي.
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار سنګ پال سینګ خالصه وايي په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د هندو او سک لږکیو ژوند ښه کېدا پام کړی دی:
"موږ له حکومت منندوی یو او غوښتنه ترې لرو چې د پوهنې، عامه خدمتونو او اقتصادي برخو کې له موږ سره مرستې وکړي. اوس له ښه مرغه ۵۰ میلیونه افغانۍ یې موږ ته د بیارغونې په برخه کې مرسته راکړه."
افغان هندوان وايي په ټوله کې په دغه هېواد کې ۱۸ عبادت ځایونه او سیمې شته چې ددوی په ټکو بیارغاونې ته یې اړتیا لیدل کیږي.
له پېړیو راهیسې په افغانستان کې سیکان او هندوان ژوند کوي، خو په وروستیو لسیزو کې ددې مذهبي لږکیو ځمکې، دوکانونه، کورونه او نورې شتمنۍ د زورواکو له لوري غصب شوي دي.