هرات کې هوایي برید؛ ځایي خلک د ملکي تلفاتو خبره کوي، خو حکومت وایي طالبان یې وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هرات سیمه ییزه اداره وایي چې د ګذرې په ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه لویه غونډه هوایي برید کړی او یو شمېر طالب وسلوال یې وژلي او ټپیان کړي دي. د هرات د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسلوال په ښار کې د بریدونو د طرحې د جوړولو لپاره ټول شوي وو.
خو د هرات د ادرسکن ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو بي بي سي ته په تیلیفون ویلي چې په سیمه کې د هوایي برید له کبله ملکي وګړو ته درانه تلفات اوښتي، خو دقیق شمېر یې تر اوسه نه دی مالوم.
بل لور ته د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چی یاده سیمه کې له بګرامه د خوشي شوي یوه طالب زنداني پر میلمستون برید شوی او بیا د دې پيښې د قربانیانو د لیږدولو پر مهال هم هوایي برید شوی.
د نوموړي په خبره دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.
ځایي وګړو ویلی، پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمیر خلک د یوه تازه خوشي شوي طالب زنداني کور ته د ستړې مشې لپاره د ګذرې او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ پرتې سیمې خم زیارت ته ولاړل.
خو په هرات کې دولتي سرچینو بیا ویلي چی بمبار پر طالبانو شوی او د ملکي وګړو یو موټر هم په سیمه کې په ماین ور برابر شوی. د دې چارواکو په وینا په دواړو پېښو کې د تلفاتو دقیق شمېر تر اوسه نه دی مالوم.
هلمند کې د طالبانو بریدونه:

د عکس سرچینه، EPA
بله خوا د افغانستان سوېل ته په هلمند ولایت کې چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو بېګا په نهر سراج ولسوالۍ کې د کندهار-هرات پر لویه لار د افغان ځواکونو پر پوځي مرکزونو دوه موټربم بریدونه کړي دي.
لومړی موټربم برید د دغه ولایت د سړک ساتو ځواکونو پر یوه مرکز شوی او د چارواکو په خبره، وروسته نورو وسلوالو برید پیل کړی دی.
د دغه ولایت د والي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، امنیتي ځواکونو وسلوال په شا تمبولي، خو مني چي په سیمه کي جګړه د څو ساعتونو لپاره روانه وه.
یوه سرچینه وایي دغه برید کې ۱۲ سرتیري ژوبلېدلي دي، خو ولایتي ادارې یوازې د شپږو سرتیرو د ټپي کېدو پخلی کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، د وسلوالو د ځپلو لپاره سیمې ته تازه دم ځواکونه هم ليږل شوي.
دوهم موټربم د همدې لارې پر سر د لړمانو په نوم د هغو ځواکونو پر یوه مرکز شوی، چي د ملي امنیت اړوند بلل کېږي.
رپوټونه وایي، په برید کې د لړمانو اړوند ۵ کسان ژوبلېدلي دي.
ځایي چارواکي دا هم وایي په دغه جګړه کي د لومړنیو مالوماتو پر بنسټ درې وسلوال وژل سوي او یو شمېر نور ژوبلېدلي دي.
په هلمند کي مېشت ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مشر عبدالقدیر بهادرزی هم مني، چې تېره شپه د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو پر دوو مرکزونو بریدونه شوي خو د سرزیان په اړه بې خبري ښي.
ښاغلی بهادرزی وایي جګړه پایته رسیدلې او یو پلاوی د پيښې د ارزولو لپاره سیمې ته رسیدلی دی.
ناتایید شوي رپوټونه وایي، په پرونیو موټر بم بریدونو او مخامخ جګړه کي شپږ افغان سرتیري وژل شوي دي.
له دواړو پېښو د هلمند سیمه اییز روغتون ته تر دې دمه ۲۰ ټپیان وړل شوي دي.
له بلې خوا وسلوال طالبان د کندهار امنیه قومنداني دا ادعا ردوي چې ، بېګا د دې ولایت د خاکرېز ولسوالۍ د درویشانو په سیمه کې د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
فاریاب کې جګړه

د عکس سرچینه، US FORCE IN AFGHANISTAN
د افغانستان شمال ته په فاریاب کې سرچینې وایي، وسلوالو طالبانو بېګا د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز او د ملي امنیت قرارګاه نیولې دي او ټول امنیتی ځواکونه د دې ولسوالۍ په خیراباد کلي کې مقاومت کلا ته ستانه شوي دي.
خواله رسنیو کې هم د طالبانو له خوا د کوهستان ولسوالۍ د نیولو ګنګوسې دي، خو بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي دا ګنګوسې ردوي.
نوموړی مني چې طالبانو برید کړی و، خو وایي، د نښتې او هوايي برید پایله کې دا ډله په شا وتمبول شوه او ۱۴ وسلوال وژل شوي او څلور ټپیان دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.










