تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بي بي سي رپوټ د مغولو تر برید مخکې لرغوني سندونه تر ارګه ورسول
د افغانستان دغور ولایت یوه اوسېدونکي د غوریانو تاریخي دورې ځینې سندونه او لیکلي اثار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر محمد اشرف غني ته وسپارل.
دا کس میرزا خواجه محمد نومیږي او دا سندونه چې فرمانونه، قبالې، لیکونه او ادبي متنونه په کې شامل دي له څو کلونو راهیسې له ځان سره ساتل.
دا سندونه چې پرون شنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شول د ۱۱ او ۱۲ میلادي پیړۍ پیر پورې تړاو لري، او د هغه وخت سندونه دي چې د غوریانو امپراتورۍ پر غزني له واک ټینګولو وروسته په غور کې خپله واکمنۍ لرله.
خو افغان حکومت ته د دې مهمو تاریخي سندونه او خطي اثارو له سپارلو څو میاشتې وړاندې بي بي سي د تیر ۱۳۹۸ کال په دلوې میاشتې د هغو په اړه یو راپور خپور کړی چې په ناسم حالت کې ساتل کېدل. هغه مهال میرزا خواجه محمد بي بي سي ته ویلي وو چې له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي داسې یوه مرجع پیدا کړي چې دا سندونه ور وسپاري چې خوندي شي.
ده ویلي وو که څه هم ځینو کسانو یې له ده د پيرلو غوښتنه کړې خو دی کوم مادي امتیاز نه غواړي او یوازینۍ غوښتنه یې داده چې دا "سندونه وساتل شي، لوټ نه شي او د افغانستان د تاریخ یوه برخه وګرځي".
د دې رپوټ له خپرېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ له بي بي سي وغوښتل چې د میرزا خواجه محمد د ټلفون شمیره ورکړي او دا مسله تعقیب کړي. له شاوخوا شپږ میاشتو وروسته دا دی دا سندونه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارل شول.
ولسمشر غني د دې سندونه تر لاسه کولو پرمهال خوښي څرګنده کړه چې یوه "علمي او تاریخي خزانه" ملي ارشیف ته وسپارل شوه چې د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره به د څېړنو یوه مهم سرچینه وي.
ښاغلي غني د میرزا خواجه محمد ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا سندونه په ډیجیټل بڼه ارشیف کیږي او نړیوال څېړونکي به هم وکولی شي ترې ګټه واخلي.
افغان ولسمشر د ملي ارشیف له چارواکو وغوښتل چې په ملي کچه د یوې ځانګړې تګ لارې له مخې د هغو سندونو د را ټولو لپاره لاس په کار شي چې ممکن له ځینو خلکو سره وي.
د سپارل شویو سندونو منځ پانګه:
لیکوال نبي ساقي چې د دې سندونو په اړه یې کتاب لیکلی وايي د دې سندونو منځ پانګه څو برخو کې ده:
۱-قُبالې او د ځمکو او کورونو د ملکیت سندونه او ځینې یې د حقوقي او کورنیو دعوو په اړه دي.
۲- د حقوقي مسلو د هواري لپاره له قضايي او فقهي مراجعو پوښتنې.
۳- حوالې او داسې رسیدونه چې د ( الدیوان الاختیاري یا احتسابي) سرلیک لري او ښکاري داسې چې د حکومتي ارګانونو له خوا د مالیې تر لاسه کولو په بدل کې ورکړل شوي دي.
۴-په کلیوالو سیمو کې د مالیې او عُشر د څرنګوالي او څومره والي تفصیل خو د اخستونکې ارګان نوم نه دی ښودل شوی.
۵-د قرآن آیاتونه ، رسمي او یا خصوصي لیکونه.
۶-ځینې عرفاني لیکنې او نورو ډول ډول مطالب.
افغان خطاط میرزا خواجه محمد ویلي وو چې دې لیکونو کې د نسخ لیک دود په ابتدايي بڼه لږ خو تر ډېره دیواني خط کارل شوی دی. ده ویلي دا سندونه پنځمې او شپږمې هجرۍ پيړۍ پورې تړاو لري او دا د مغلو له واکمنۍ وړاندې پیر دی.
کار پوهان وایي د مغلو له پير وړاندې لیکلي سندونه او نسخې لږ تر لاسه شوي ځکه مغولو د هغې زمانې لیکلي سندونه سوځول او هغه لږ سندونه چې د دوی لاس ته نه دي ورغلي او خوندي پاتې شوي له تاریخي پلوه مهم دي.