د افغان شاهي کورنۍ تاریخي موټر ملي موزیم ته وسپارل شو

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان د پخوانۍ شاهي کورنۍ اړوند یو شخصي موټر کابو ۷۰ کاله وروسته د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شو. دغه موټر "اسټن پرنسز" نومېږي چې د اسټن په نوم برتانوي شرکت جوړ کړی او ماډل یې A 135 دی.

د افغانستان ملي موزیم چارواکي وايي، دا لا مالومه نه ده چې دا موټر د شاهۍ کورنۍ د کوم غړي و، خو دوی به په دې اړه وروسته څېړنې کوي.

ملي موزیم ته د دغه موټر سپارلو په مراسمو کې د افغانستان اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وویل، دا ګاډی د کورنۍ جګړې پر مهال د جمعیت اسلامي ګوند یوه قومندان له قاچاق وړونکي څخه نیولی و.

دا شخصي موټر دوه سیټه دی، تور رنګ او څلور دروازې لري او په پطرولو چلېږي.

په برتانیا کې دغه جوړ شوی موټر اوس د افغانستان او ګاونډو هیوادونو پر سړکونو نه لیدل کېږي.

خو د برتانیا په ګډون په ځینو هېوادونو کې یې د پخوانیو موټرو شوقیان اوس هم ساتي او چلوي یې.

د افغانستان ملي موزیم مشر فهیم رحیمي وايي، دا ګاډی په برتانیا کې د ۱۹۴۷- ۱۹۵۸ میلادي کلونو تر منځ جوړ شوی دی.

د افغانستان اجرائیه مشر ډ‌اکتر عبدالله عبدالله وايي، دغه موټر د کورنیو جګړو پر مهال د کابل څرخي پل په سیمه کې هغه مهال نیول شوی و چې د دوو کسانو له خوا بهر ته قاچاق کيده.

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند قومندان سید محمد خان، چې د پخوانۍ شاهي کورنۍ اړوند دا شخصي موټر یې له قاچاق کوونکو څخه نیولی و، وايي کابل ته په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو له راتګ مخکې یې پنجشېر ته د خوندیتوب په موخه وړی و.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر محمد رسول باوري له ټولو هغو کسانو، چې د افغانستان لرغوني اثار له ځان سره ساتي، وغوښتل چې دا ملي شتمنۍ د افغانستان ملي موزیم ته وسپاري.

د کابل ملي میوزیم د افغانستان د بیا خپلواکۍ اخیستونکي شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړشوی دی او د۱۹۲۴ میلادي کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په رسمي توګه پرانیستل شو.