تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: بین الافغاني مذاکراتو ته د بندیانو د خلاصون ورو بهیر باید چټک شي
وسله والو طالبانو ویلي، بین الافغاني خبرې به تر هغو نه پیلېږي، چې د بندیانو د خلاصون بهیر نه وي بشپړ شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، د دوی له لوري د بندیانو د خلاصون برخه کې هېڅ خنډ نه شته، خو وايي د افغان حکومت له خوا "ستونزې پیدا شوې، خنډونه ایجاد شول او دا بهیر وځنډېده، چې باید دا کار نه وی شوی، خو اوس هم وخت شته چې دا بهیر بشپړ شي، که څه هم دا بهیر درېدلی نه دی، همدا نن هم موږ د بندیانو د خلاصون شاهدان یو. مقابل لوري هم بېلابېلو ولایتونو کې زموږ ۵۰ بندیان خوشي کړي دي. دا بهیر روان دی، خو ډېر ورو دی چې باید چټک شي."
"۵۹۲ طالب بندیان به نه خوشي کېږي"
وړاندې، د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي وو، د وسله والو طالبانو ۵۹۲ زندانیان چې د 'سختو جرمونو له کبله محکوم ' شوي دي، نه خوشي کېږي او له طالبانو یې غوښتي چې افغان حکومت ته د خپلو زندانیانو نوی نوملړ وسپاري.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، دغه کسان د 'مخدره توکو قاچاق، سړي تښتونې، جنسي تېري، د ښځو سنګسارولو، ترور او نورو حق العبدي جرمومونو ' له کبله زنداني دي.
ښاغلی فیصل زیاتوي ''اوس توپ د طالبانو لور ته دی. ''
د هغې هوکړې له مخې چې د سږ کال فبرورۍ په وروستیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوه، په پام کې ده، چې افغان حکومت به پنځه زره طالب زندانیان خوشي کوي او د طالبانو له لوري به د افغان حکومت زر کسه بندیان خوشي کېږي.
افغان حکومت تر اوسه پورې څلور زره او ۱۹ طالب بندیان خوشي کړي، خو د ښاغلي فیصل په وینا طالبانو د هغو زندانیانو ایله نیمايي شمېر خوشي کړي، چې ژمنه یې کړې وه.
له دې مخکې د افغانستان زندانونو ادارې مشر احمد راشد توتا خېل هم د ولسي جرګې د دفاع او امنیت کمېسیون په غونډه کې ویلي و چې د طالبانو ډلې ۶۰۰ زندانیان نه خوشي کېږي.
خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې د هغو ټولو بندیانو په خوشي کېدو ټینګار وکړ، چې افغان حکومت ته یې لیستونه ورکړل شوي دي.
طالبان وايي، تر هغو پورې چې د دوی ټول زندانیان خوشي نه شي، بین الافغاني خبرې نه پیلېږي او دا موضوع به د جګړې د دوام لامل شي. طالبان وايي، پرون یې په غور ولایت کې ۱۵ افغان پوځیان خوشي کړي، چې له دوی سره زندانیان وو.