افغان حکومت: د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې شپږ سوه یې نه خوشي کوو

افغان حکومت وايي، د هغو پنځه زره طالبان زندانیانو له ډلې چې ټاکل شوې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې خوشي شي، نږدې شپږ سوه زندانیان نه خوشي کوي. د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مشر دغه خبرې د پارلمان دفاعي او امنیتي کمېسیون ته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د پوره ۵۰۰۰ طالب زندانیانو او د طالبانو له لورې د ۱۰۰۰ تنه حکومتي زندانیانو خوشي کول د یوه شرط په توګه وړاندې شوي دي.

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني بي بي سي ته وویل، چې د ۵۹۷ طالب بندیانو د نه خوشي کولو پرېکړه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مشر احمد راشد طوطاخېل د ولسي جرګې امنيتي او دفاعي کمېسیون ته واوروله.

خو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مشر احمد راشد طوطاخېل یوې سیمه ییزې رسنۍ ته ویلي چې دوی ته د طالبانو لخوا د زندانیانو په استول شوي نوملړ کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې په جنايي او اخلاقي جرمونو کې لاس لري.

ښاغلي طوطاخېل زیاته کړې چې د دغو زندانیانو ازادولو ته قانون اجازه نه ورکوي.

د طالبانو غبرګون: افغان حکومت پلمې جوړوي

د افغان چارواکو د دې اعلان په غبرګون کې د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، حکومت له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د بندیانو د خلاصون په لاره کې پلمې جوړوي.

نوموړی وایي، د بندیانو د خلاصون لپاره د دوحې تړون معیار دی او تر هغې چې ټول بندیان خوشي شوي نه وي، بین الافغاني مذاکرات نه پیلېږي او دا چاره د جګړې د دوام لامل کېږي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په لاسلیک شوې هوکړه کې د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو او د دغې ډلې له لوري د ۱۰۰۰ تنه امنیتي سرتېرو د ازادولو یادونه شوې ده.

د دغې هوکړې له لاسلیک کېدو څه باندې څلور میاشتې تېرې شوې دي او په دغه موده کې د افغان حکومت له لوري شاوخوا ۴ زره طالب زندانیان خوشي شوي، او په بدل کې طالبانو هم د نږدې ۷۵۰ امنیتي سرتېري له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د دوحې هوکړې سره سم د ټولو زندانیانو پر خلاصون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو له خوشي کېدو وړاندې د خبرو بل پړاو نه پیلوي.

ها خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان باید له دغې ډلې سره ټول زنداني امنیتي سرتېري خوشي کړي او دا یې د زندانیانو د خلاصون پروسې مهم اصل بللی دی.